د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېلاروس کې حکومت ضد مظاهرې دوام لري


پر دې احتجاجي لوحه لیکل شوي: لوکاشېنکا د خلکو دښمن دی - د ۲۰۲۰ز د اګست ۱۷مې انځور
پر دې احتجاجي لوحه لیکل شوي: لوکاشېنکا د خلکو دښمن دی - د ۲۰۲۰ز د اګست ۱۷مې انځور

د بېلاروس په مرکز مېنسک کې د ولسمشر الېکساندر د حکومت ضد مظاهرې دوام لري او د اګست پر ۱۹مه هم سلګونه خلک د ښار لارو، کوڅو ته وروتلي ول.

احتجاجونه ۱۱ ورځې مخکې د ولسمشریزو انتخاباتو د نتیجو پر ضد پیل شوي ول.

د انتخاباتو کمېشن اوږدمهاله ټولواکه ولسمشر لوکاشېنکا یو ځل بیا بریالی اعلان کړی خو اروپايي ټولنې د هغه بیا انتخاب نه مني او وايي ژر به پر بېلاروسي حکومت بندیزونه ولګوي.

په داسې حال کې چې د اګست له نهمې راهیسې چې د انتخاباتو په پای کې نظرپوښتنو د لوکاشېنکا د بریا اشاره ورکړه، په بېلاروس کې زرګونه کسانو لارو، کوڅو ته مخه کړه.

د اګست پر ۱۹مه ولسمشر د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ چې د مظاهره چیانو مخه ونیسي.

رسمي پایلې ښيي چې لوکاشېنکا په انتخاباتو کې تر ۸۰ فیصده زیاتې رایې ګټلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG