د لاسرسي ځای

تازه خبر

امنیسټي انټرنېشنل د ایران رژیم په بشري سرغړونو تورن کړ


په ایران کې د حکومت ضد احتجاج
په ایران کې د حکومت ضد احتجاج

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل ) ایران ، د حکومت ضد مظاهره چیانو سره په چلند کې د یو لړ بشري حقونو نه په سرغړونو تورن کړی دی.

سازمان نن (سپتمبر ۲) په یو راپور کې ویلي چې د ایران امنیتي ځواکونو په دوه زره نولسم کال په حکومت ضد احتجاجونو په ډزو کې لږ تر لږه ۳۰۴ مظاهره چیان وژلي وو او په زرګونو نور یې بندي کړي دي.

امنسټي انټرنیشنل زیاته کړې دا راپور یې د ریاستي جبر د ۶۰ قربانیانو او د هغوي د کورنۍ د غړیو سره د مرکو پر اساس تیار کړی دی. سازمان ویلي د خبریالانو او بشري حقونو د دفاع کوونکیو په ګډون یې له ۵۰۰ ډېرو مظاهره چیانو په اړه مالومات راټول کړي، چې پرضد یې د قانون د اصولو خلاف مقدمې جوړی کړل شوي دي او په بند کې د زور زیاتې او ظلم ښکار شوي دي.

ایراني چارواکیو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG