د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي اتحادیې د بېلاروس پر ۲۰ چارواکو بندیزونه ولګول


د اګست پر ۲۸مه په برلین کې د اروپایي اتحاد بهرنیو چارو وزیرانو غونډه.
د اګست پر ۲۸مه په برلین کې د اروپایي اتحاد بهرنیو چارو وزیرانو غونډه.

پراګ - د اروپايي ټولنې بهرنیو چارو وزیران د بېلاروس پر ۲۰ لوړو پوړو چارواکو په بندیزونو لګولو رضا شوي دي.

په دې چارواکو ګمان کېږي چې په انتخاباتو کې یې درغلۍ کړې او هغه مظاهرچیان یې ځپلي چې د اګست پر نهمې د لانجمنو انتخاباتو پرضد لارو کوڅو ته راوتي ول.

د اګست پر ۲۸مه په برلین کې د اروپایي اتحاد بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل چې که چیرې په بېلاروس کې له بشري حقونو سرغړونې ونه درېږي، نو په یوه موقعه د بېلاروس ولسمشر الېکساندر لوکاشېنکا نوم هم د هغه کسانو په فهرست کې راتلای شي چې د بندیزونه پرې لګول شوي دي.

په عین حال کې په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان د اګست پر ۲۸مه د لوکاشېنکا د حکومت او اپوزیشن مشرانو ترمنځ د مینځګړي توب وړاندیز کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په بېلاروس کې د ولسمشریزو انتخاباتو د لانجمنو نتیجو پر ضد ولس او اپوزیشن ډلې لارو کوڅو ته وروتلې دي او له تېرو درې اوونیو راهیسې د مهمو سرکاري کارخانو کارکوونکي د احتجاج په توګه کار ته نه ځي.

په دې مظاهرو کې تراوسه په سلګونو کسان ټپیان شوي او درې وژل شوي دي.

حکومت تراوسه له ۷۰۰۰ ډېر مظاهرچیان نیولي هم دي.

د اګست له نهمې راهیسې چې د انتخاباتو په پای کې نظرپوښتنو د لوکاشېنکا د بریا اشاره ورکړه، په بېلاروس کې زرګونو کسانو لارو، کوڅو ته مخه کړه.

مظاهرين وايي، دغه ولسمشریز انتخابات چې لوکاشېنکا پکې د لوی بريا ترلاسه کولو ادعا کوي پکې درغلۍ شوې دي.

په بېلاروس کې له تېرو ۱۹ ورځو راهیسې په زرګونه کسانو لارو، کوڅو ته وتلي دي.
په بېلاروس کې له تېرو ۱۹ ورځو راهیسې په زرګونه کسانو لارو، کوڅو ته وتلي دي.

دا مظاهرې د لوکاشېنکا ۲۶ کلنې واکمنۍ پر وړاندې لوی چېلنج دی.

په بېلاروس کې د اپوزیشن مشرې سوېتلانا تیخانوفسکایا د اګست نهمې د ولسمشریز انتخاباتو نتايجو خلاف په رسمي توګه شکايت درج کړی دی.

نوموړې ویلي چې هیوادوال به يې کله هم بيا د ولسمشر الېکساندر لوکاشېنکا مشري قبوله نه کړي.

لېتوانيا ته تر فرارېدو وروسته سوېتلانا د اګست پر ۲۰مه په خپل لومړی خبري کانفرنس کې تمه وښودله چې د ولس غږ به واورېدل شي او نوي انتخابات به وشي.

د لانجمنو ولسمشریزو انتخاباتو وروسته نوموړې له هېواده ولاړه.

سوېتلانا تیخانوفسکایا وروسته له هغو بلاروس پريښودو چې داسې راپورونه وو هغې ته او کورنۍ ته يې چارواکو دړکې ورکړي.

البته نوموړې په وېلنيس کې خبريالانو ته ویلي دي چې هغه هېواد ته د ستنېدو پلان لري خو چې کله ځان خوندي احساس کړي.

د نوموړې وکيل د اګست پر ۲۰مه د بېلاروس په سپريم کورټ کې شکايات جمع کړی چې دارنګ د نهم اګست انتخابات لغوه کړي او باطل يې اعلان کړي.

په وروستیو ټاکنو کې د اپوزیشن مشرې سویتلانا څېخانوفسکایا کمې رایې وګټلې خو ویې ویل چې الېکساندر لوکاشېنکا په درغلیو ځان ولسمشر کړ.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG