د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېلاروس کې حکومت ضد مظاهرې لا هم دوام لري


په بېلاروس کې ۱۶ خبریالان د ښار په مرکزي ازادۍ څلورلاره کې نیول شوي
په بېلاروس کې ۱۶ خبریالان د ښار په مرکزي ازادۍ څلورلاره کې نیول شوي

پراګ- د بېلاروس پولیسو لسګونه مظاهرچیان او تر څنګ یې هغه خبریالان هم نیولي دي چې د هیواد په پلازمېنه مینسک کې د ځايي او نړیوالو رسنیو لپاره کار کوي.

د اګست ۲۷مې په ماښام په مجموعي توګه ۱۶ خبریالان د ښار په مرکزي ازادۍ څلورلاره کې نیول شوي دي.

د بشري حقونو لپاره کار کوونکي مرکز "ویاسنا" په وینا، دا خبریالان هغه مهال نیول شوي چې د ولسمشر الیګزنډر لوکاشینکا د استعفا او د نوو شفافو انتخاباتو غوښتنې لپاره د رابلل شوي احتجاج پوښښ ته د تلو تیاري یې کوله.

د هیواد کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا خبریالان یوازې د دې لپاره پولیس تاڼې ته وړل شوي چې د کار کولو اجازت نامې یې وکتل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په بېلاروس کې د ولسمشریزو انتخاباتو د لانجمنو نتیجو پر ضد ولس او اپوزیشن ډلې لارو کوڅو ته وروتلې دي او له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې د مهمو سرکاري کارخانو کارکوونکي د احتجاج په توګه کار ته نه ځي.

د اګست له نهمې راهیسې چې د انتخاباتو په پای کې نظرپوښتنو د لوکاشېنکا د بریا اشاره ورکړه، په بېلاروس کې زرګونو کسانو لارو، کوڅو ته مخه کړه.

مظاهرين وايي، دغه ولسمشریز انتخابات چې لوکاشېنکا پکې د لوی بريا ترلاسه کولو ادعا کوي پکې درغلۍ شوې دي.

په بېلاروس کې له تېرو ۱۹ ورځو راهیسې په زرګونه کسانو لارو، کوڅو ته وتلي دي.
په بېلاروس کې له تېرو ۱۹ ورځو راهیسې په زرګونه کسانو لارو، کوڅو ته وتلي دي.

دا مظاهرې د لوکاشېنکا ۲۶ کلنې واکمنۍ پر وړاندې لوی چېلنج دی.

په بېلاروس کې د اپوزیشن مشرې سوېتلانا تیخانوفسکایا د اګست نهمې د ولسمشریز انتخاباتو نتايجو خلاف په رسمي توګه شکايت درج کړی دی.

نوموړې ویلي چې هیوادوال به يې کله هم بيا د ولسمشر الېکساندر لوکاشېنکا مشري قبوله نه کړي.

لېتوانيا ته تر فرارېدو وروسته سوېتلانا د اګست پر ۲۰مه په خپل لومړی خبري کانفرنس کې تمه وښودله چې د ولس غږ به واورېدل شي او نوي انتخابات به وشي.

د لانجمنو ولسمشریزو انتخاباتو وروسته نوموړې له هېواده ولاړه.

سوېتلانا تیخانوفسکایا وروسته له هغو بلاروس پريښودو چې داسې راپورونه وو هغې ته او کورنۍ ته يې چارواکو دړکې ورکړي.

البته نوموړې په وېلنيس کې خبريالانو ته ویلي دي چې هغه هېواد ته د ستنېدو پلان لري خو چې کله ځان خوندي احساس کړي.

د نوموړې وکيل د اګست پر ۲۰مه د بېلاروس په سپريم کورټ کې شکايات جمع کړی چې دارنګ د نهم اګست انتخابات لغوه کړي او باطل يې اعلان کړي.

په وروستیو ټاکنو کې د اپوزیشن مشرې سویتلانا څېخانوفسکایا کمې رایې وګټلې خو ویې ویل چې الېکساندر لوکاشېنکا په درغلیو ځان ولسمشر کړ.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG