د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جمرود کې د کوکیخېلو احتجاجي ناسته روانه ده


کوکیخېل د کډوالو رسمي حیثیت او خپلو کلیو ته ستنېدل غواړي
کوکیخېل د کډوالو رسمي حیثیت او خپلو کلیو ته ستنېدل غواړي

له تیرا بېکوره شویو کوکیخېلو د جولای پر ۲۲مه هم په جمرود کې د خیبر له وره سره پرلت ته دوام ورکړ.

دوی شاوخوا اته کاله مخکې په راجګل دره، مهربان کلي او دوه تویې څخه هغه مهال کډو کولو ته اړ شول چې په سیمه کې یې وسله والو ډلو فعالیتونه پیل کړل او ناامني خپره شوه.

تر هغې وروسته پوځ په سیمه کې عملیات وکړل.

له اټکل سره سم، پر ۲۰۱۳ز کال د تیرا د کوکیخېلو څه باندې ۲۰،۰۰۰ کورنۍ کډوالې شوې او په جمرود کې له خپلوانو کره دېره شوې.

د کډوالو غوښتنې

له ۲۳ ورځو راهیسې په احتجاج کوکیخېل وايي، نه یوازې د کډوالو رسمي حیثیت نه لري بلکې لا یې هم حکومت خپلو کلیو کورونو ته نه ستنوي.

مسعود خان د جولای پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، حکومت ورته په "۲۰۱۶ز کال کې وویل چې ستاسې سیمه له وسله والو پاکه شوې خو تر اوسه مو نه ورپرېږدي."

د ده په خبره، "قیمتي ځنګلونه یې وهل شوي، هر څه یې چور" شول او "ځمکې او پټي" یې ویجاړ شوي.

مسعود خان وايي، په جمرود کې نور "ذهني مریضان" شوي دي او نور له خپلوانو کره نشي اوسېدای.

د احتجاجي پرلت بل ګډونوال میرزا ګل وايي، چارواکي دې ورته ووايي چې ولې یې ستنېدو ته نه پرېږدي.

د ده په خبره، "غوزان او دنداسې یې خلکو یوړې، د کوټو تیرونه" یې "غلا شول."

دی زیاتوي چې حکومت دې ورته د کډوالو رسمي حیثیت ورکړي چې دوی ټول مراعات واخیستای شي او نور دې یې ستانه کړي.

بل کډوال بخت امین شاه هم ورته غوښتنې لري او وايي، پر ۲۰۱۳ز کال یې چې کورونه پرېښوول نو "په غرونو کې مو ۲۴ ساعته پیاده" مزل وکړ، یو ماشوم یې چې پر خره سپور وو، پروت او مړ شو، هم هغه "ځای کې مو جنازه وکړه، په لاره کې مو ښخ کړ" او جمرود ته ورغلل.

دی ګیله کوي چې پر دې ټولو "تکلیفونو" سربېره یې څوک "د بې کوره کسانو په فهرست کې نه اچوي."

حکومتي دریځ

د خیبر انتظامي مشر وايي، د قدرتي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې له صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) سره غږېدلی دی.

محمود اسلم د جولای پر ۲۲مه په یوه ټېلېفوني پیغام کې مشال راډیو ته لیکلي چې له احتجاج کوونکو سره یې لیدلي او هڅه کوي چې ستونزې یې ورهوارې کړي.

پر ۲۰۱۵ز کال د عملیاتو تر بشپړېدو وروسته تیرا میدان ته زیاتره کورنۍ ستنې شوې خو حکومت د کوکیخېلو کډوال لا هم بېرته نه دي استولي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG