د افغان ولسمشر دفتر د پنجشېر ولايت له مرستیال والي او امنیه قومندانه غوښتي چې د دې هېواد د فوټبال فېډريشن د پخواني مشر کرام الدین کریم د نیولو په هدف د شویوعملیاتو تفصيل له خلکو سره شریک کړي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، د کورنیو چارو وزیر ته یې لارښوونه کړې چې دغه چارواکي کابل ته را وغواړي.
صالح لیکلي، کرام الدین کریم د عدلي فراریانو په ليسټ کې دی او د ده نيولو ته دې سياسي رنګ نه ورکول کېږي.
افغان ځانګړو ځواکونو وړمه شپه د پنجشېر ولايت په بازارک سنګانې سیمه کې د کرام الدین کریم د نیولو لپاره عملیات وکړل چې بې نتیجې پای ته ورسېدل.
د دغو عملیاتو په غبرګون کې د سیمې شاوخوا ۲۰۰ کسانو، چې اکثره یې په وسلو سنبال ول، اعتراض وکړ او هلته یې ځایي سرتېري دوه نیم ساعته کلابند کړي ول.
کرام الدین کریم د فوټبال نړیوال فېډريشن (فیفا) لخوا د افغان ښځينه فوټبالرانو په جنسي ځورونې تورن پيژندل شوی او افغان حکومت یې هم د نیولو امر کړی دی.