په هند کې د کورونا وایرس ځپلو شمیر تر درې میلیونه اوښتی دی.
خو د راپورونو له مخې هند چې یو اشاریه درې اربه ابادي لري، کیدای شي پکې د کورونا رښتنې شمیرې تر دې زیاتې وي.
په ورستیو څو اوونیو کې په نړی کې تر ټولو زیات د کورونا وایرس نوي کیسونه په هند کې مخې ته راغلي دي.
دا کیسونه تر ټولو زیات په دوو لویو ښارونو نوي ډلي او ممبۍ کې دي.
د هند د حکومت نوې څیړنه وايي چې په نوي ډلي کې په ۲۹ فيصده خلکو کې د کورونا وایرس پر وړاندې د جراثیم ضد یا اینټي باډیز موجود دي او د ۱۱ میلیونه ابادي لرونکي دې ښار کې تراوسه د کورونا یو لاک ۵۰ زره کیسونه ثبت شوي دي.
له کله نه چې په هند کې د کورونا وایرس راغلی ، تراوسه ترې ۵۶ زره کسان مړه شوي دي او دا مهال دا وایرس د هند غریبو کلي والو سیمو ته هم په تیزی سره خوریږي.