د لاسرسي ځای

تازه خبر

که د امریکايي سرتېرو وژلو لپاره د انعام ټاکل ثابت شي، بې ځوابه نه پاتې کېږي: ټرمپ


ټرمپ پخوا د امریکايي سرتېرو د وژنې لپاره طالبانو ته د انعام ټاکلو راپورونه رد کړي ول - پخوانی انځور
ټرمپ پخوا د امریکايي سرتېرو د وژنې لپاره طالبانو ته د انعام ټاکلو راپورونه رد کړي ول - پخوانی انځور

د امریکا ولسمشر وایي، که ثابته شي چې کوم هېواد د امریکایي سرتېرو د وژلو لپاره انعام ټاکلی، عمل به یې بې ځوابه پاتې نه شي.

د امریکا استخباراتو په مخکینیو راپورونو کې چې په جون میاشت کې خپاره شول، راغلي ول چې مسکو طالبانو ته پیسې ورکوي چې په افغانستان کې امریکایي سرتېري ووژني.

هغه مهال ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي ول چې پر دې خبرونو باور نه کوي.

مسکو هم هغه راپورونه رد کړل.

سي اېن اېن ټېلېوېژن تېره میاشت ویلي ول چې د امریکا استخباراتو دغه راز ایران ته هم اشاره کړې چې ګواکې په افغانستان کې یې پر امریکایي اهدافو د بریدونو په بدل کې طالبانو ته انعام ټاکلی دی.

تهران دا راپورونه رد او بې اساسه یې بللي دي.

د امریکا ولسمشر د اګست پر ۲۰مه په سپینن ماڼۍ کې په خبري غونډې کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې ګواکې ولسمشر په دې ډول مواردو کې جدي اقدام نه دی کړی، داسې وویل: "تاسې د انعام په اړه په هېڅ نه یاست خبر، که پوهېږئ موږ ته یې ووایاست، البته چې تاسې نه پوهېږئ. که وګورم چې دا خبره سمه ده او حقیقت دی، نو موږ به داسې ګوزار ورکړو چې ستاسو سر وګرځي."

دا په داسې حال کې ده چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جون پر ۲۶مه د لومړي ځل لپاره راپور ورکړ چې د روسیې استخباراتو په افغانستان کې طالبانو ته پیسې ورکړي چې امریکایي پوځیان ووژني.

په کانګرس کې ډېموکراتان پر ولسمشر ټرمپ او رېپپلېکنانو انتقاد کوي چې د امریکایې سرتېرو د وژلو په اړه یې استخباراتي معلومات جدي نه دي ګڼلي.

دا موضوع په نومبر کې د امريکا تر هغو انتخاباتو وړاندې توده شوې چې ټرمپ غواړي پکې د دویم ځل لپاره ولسمشر شي.

XS
SM
MD
LG