د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکايي عسکرو په وژنه روسی انعام: له سپینې ماڼۍ راپور وغوښتل شو


افغانستان کې د امریکايي عسکرو انځور
افغانستان کې د امریکايي عسکرو انځور

د امريکا پارلېمان غړيو له سپینې ماڼۍ د يوې ورځپاڼې د هغه رپورټ په باب نورو مالوت غوښتې چې پکې راغلي دي، روسيې په افغانستان کې د مېشت امريکايي عسکرو د وژلو لپاره له طالبانو سره تړاو لرونکيو وسله والو ته د انعامونو پېشکش کړی دی.

ولسمشر ډونالد ټرمپ له دې خبرې انکار کړی چې هغه ته کله هم د دې استخباراتو په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي خو نيويارک ټايمز ورځپاڼه چې د دې مبينه انعامونو په تړاو يې راپور خپور کړی، وايي، ټرمپ ته په دې اړه د مارچ په مياشت کې ويل شوي ول.

استازې لېز چېني د جون پر ۲۸مه نېټه ويلی ول، که په ورځپاڼه کې خپاره شوي تورونه ریښتيا وي نو د پارلېمان غړي حق لري چې خبر شي چې څوک په خبر وو او څه وخت؟

نوموړي پر ټويټر پاڼه ليکلي چې سپینه ماڼۍ بايد خامخا په دې اړه وضاحت وکړي چې ولې ولسمشر او مرستيال ولسمشر ته مالومات ورکړل شوي نه ول؟ هغه دا غوښتنه هم وکړه چې بايد خبر شي چې د دې په غبرګون کې د امريکايي ځواکونو د ژغورلو لپاره کوم ګامونه پورته کړل شول او دا چې د روسي ولسمشر ولاديمير پوتن څه احستاب شوی دی؟

نيويارک ټایمز د يوه نامعلوله چارواکي چې په دې اړه ورته مالومات ورکړل شوي ول له خولې ويلي چې د روس پوځي استخبارتي ادارې (جې ار يو) يوه پټه ډله چې په اروپا کې په وژنو او نورو کاررويانو کې لاس لري. د ۲۰۱۸ز کال د کاميابو حملو په بدل کې د انعامونو ورکولو وړاندیز کړی وو.

ورځپاڼې د جون پر ۲۶مه نېټه په خپاره شوي رپورټ کې ويلي چې څو مياشتې وړاندې امريکايي استخبارات دې نتيجې ته رسېدلي ول چې د روس پوځي استخباراتو له طالبانو سره تړاو لرونکيو وسله والو ته د انعامونو ورکولو وړانديز کړی وو او په دې اړه ولسمشر ټرمپ ته معلومات ورکړل شوي ول. خو ولسمشر ټرمپ د جون پر ۲۸مه نېټه پر ټويټر پاڼه وليکل چې هغه ته د دې قضيې په اړه معلومات نه وو ورکړل شوي. هغه زياته کړه چې هر څوک له دې خبرې انکار کوي او دده په وينا پر دوی (امريکا) زيات بريدونه شوي نه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG