نیویارک ټایمز ورځپاڼه د امریکا ځینو ناڅرګندو استخباراتي چارواکو له خولې وايي چې د روس د پوځ استخباراتو له طالبانو سره تړلو وسله والو ته په افغانستان کې د امریکا او ایتلافي ځوکوانو د وژلو پر سر د انعام پیسې اېښې وې.
د جون پر ۲۶مه ورځپاڼې خبر ورکړې چې د روس د پوځ استخباراتو یوې خفیه څانګې -جي ار یو - تېر کال د ځینو تر سره شویو حملو په سر انعام اېښې و.
په واشنګټن کې د روس سفارت رپورټ رد کړی او تورونه یې بې بنیاده او بې نومه بللي دي.
د امریکا ملي سلامتیا کونسل، د دفاع وزارت او استخباراتو ادارې - سي ای اې - د تورونو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه. وروسته دغه خبر واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم خپور کړ.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په مارچ کې له دغو استخاباراتي مالوماتو نه خبر کړل شو خو انتظامیې تر اوسه فیصله نه ده کړې چې څرنګه غبرګون و ښيي.
په خبر کې ویل شوي چې له طالبانو سره تړلو وسله والو یا له ډلې سره منسلک مسلح مجرمانو څه پيسې وصول کړې دي . خو دا واضحه نه ده چې ایا دغه پيسې تېر کال په افغانستان کې د ۲۰ امریکايانو د وژنې پر سر اخیستل شوي که څنګه؟