د اګست پر ۲۱مه په توله نړۍ کې د ترهګرۍ قربانیانو د درناوي او ورته د پېرزوینو وړاندې کولو ورځ لمانځل کېږي.
ټاکل شوې چې په نيو یارک کې د ملګرو ملتونو مشر په دفتر کې د ورځې په مناسبت انلاین غونډه وشي چې پکې د ترهګرۍ قربان شویو خلکو په یاد خبرې وشي.
په دې انلاین غونډه کې د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونيو ګوتېريش او نور لوړپوړي چارواکي برخه اخلي.
په غونډه کې یو فلم هم ښوول کېږي چې پکې د ترهګرۍ ځپلي خلک خپلې کيسې او تجربې بیانوي او تر هغې وروسته به له هغو کسانو سره خبرې کېږي چې پکې به پوهان هم برخه اخلي.
ملګرو ملتونو د ترهګرۍ قربانیانو او ځپلو د یاد په اړه دا ورځ په لومړي ځل په ۲۰۱۷ز کال کې لمانځلې وه.