د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د لبنان پخواني وزیراعظم په وژنه د حزب الله د یوه غړي ضد د عدالتي پرېکړې هرکلی کړی


رفیق حریري په ۲۰۰۵ز کال کې په برید کې وژل شوی وو - پخوانی انځور
رفیق حریري په ۲۰۰۵ز کال کې په برید کې وژل شوی وو - پخوانی انځور

امریکا د وسله والې ډلې حزب الله یوه غړي ته په ۲۰۰۵ز کې د پخواني لبناني وزیراعظم رفیق الحریري په وژنه کې د ککړتیا په تور مجرم بللو هرکلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو په ملاتړ جوړې جرګګۍ د اګست پر ۱۸مه د حزب الله یو غړی سلیم جمیل عیاش د حریري په وژنه پړ وباله او درې نور کسان یې د پوره ثبوتونو نشتوالي له وجې خوشې کړل.

د اګست پر ۱۸مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو په بیان کې وویل چې د لبنان د ځانګړې عدالتي جرګګۍ فیصله "د انصاف ورکولو او د معافیت د ختمولو ارزښت په ډاګه کوي چې د لبنان د امنیت، ثبات او خپلواکۍ باوري کولو لپاره اړین دي."

دې ځانګړې عدالتي جرګګۍ له ۲۰۱۴ز کال راهیسې د نیدرلینډز (هالینډ) په هیګ کې د مقدمې اورېدنه کوله او فیصله یې د شیعه وسله والې ډلې د مشکوکو غړو په غیرحاضرۍ کې واوروله.

قاضیانو ویلي چې شواهد ښيي چې عیاش د حریري د وژنې په سازش کې شامل وو.

خو قاضیانو ته داسې څه په لاس نه دي ورغلي چې ورڅخه ثابت شي چې پر رفیق حریري په برید کې د ایران پلوې حزب الله ډلې مشرتابه یا د شام حکومت لاس لاره.

دا د سلیم جمیل عیاش انځورونه دي چې ځانګړې جرګګۍ په ۲۰۱۱ز کال کې خپاره کړي ول چې د نوموړې په ژر ګرفتارۍ کې مرسته وکړي.
دا د سلیم جمیل عیاش انځورونه دي چې ځانګړې جرګګۍ په ۲۰۱۱ز کال کې خپاره کړي ول چې د نوموړې په ژر ګرفتارۍ کې مرسته وکړي.

عدالتي فیصله چې ۲،۶۰۰ پاڼې لري پکې راغلي چې قاضیان "بې له شکه پر دې قانع دي" چې په "شپږو موبایل ټېلېفونونو کې چې وژونکې ډلې کارولي ول، یو یې له عیاش سره وو."

فیصله وايي، "شواهدو ښوولې چې عیاش له حزب الله ډلې سره تړلی وو."

همدا لامل دی چې نوموړی د ترهګر برید او انسان وژنې په تورونو مجرم بلل شوی.

د عیاش او درې نورو کسانو – حسن حبیب مرعي، حسین حسن عنیسي او اسد حسن صبرا – د ځای ځایګي په اړه هېڅ معلومات نشته.

پر رفیق حریري برید د ۲۰۰۵ز کال د فبرورۍ پر ۱۴مه په بېروت کې شوی چې پکې د هغه په ګډون ۲۲ کسان وژل شوي ول.

د سني حریري وژنې په لبنان کې پراخې مظاهرې پارولې وې.

عدالتي پرېکړه د اګست پر څلورمه په بېروت کې د کیمیاوي سرې (امونییم نایټرېټ) په ګودام کې چاودنې له وجې شاوخوا دوه اوونۍ وځنډول شوه.

په هغه چاونه کې شاوخوا ۱۸۰ کسان ووژل او تر ۶،۰۰۰ زیات ژوبل شول او شاوخوا دوه نیم لاکه کسان بې کوره شول.

ځانګړې عدالتي جرګګۍ پر داسې مهال فیصله اورولې چې لبنان د اقتصادي ستونزو ترڅنګ له سیاسي بحران سره مخامخ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG