د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بیروت پېښه: ولسمشر وايي کېدای شي تر شا یې بهرني لاسونه وي


بیروت کې لویې چاودنې لسګونه کسان ووژل او زرګونه یې ژوبل کړل.

د لبنان ولسمشر ویلي، په بېروت کې د اګست د څلورمې نېټې د خونړیو چاودنو شاته کېدای شي بهرنی لاس وي.

په دغو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۵۴ کسان وژل شوي او له ۵۰۰۰ زیات ژوبل شوي وو. د لبنان حکومت وايي، په دغه پېښه کې درې لاکه کسان بې کوره شوي او شاوخوا درې اربه ډالره تاوان ولس او حکومت ته رسېدلی دی.

د اګست پر اوومه د لبنان د ولسمشر مایکل اوون څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

نوموړي ویلي، دوه خبرې امکان لري، یوه دا چې یا خو غفلت شوی دی او یا دا د توغندي یا بم له لارې له بهره مداخلت شوی دی.

چارواکي وايي، د چاودنو پلټنې یې پیل کړي او د بندرګاه مشر په ګډون ۲۰ کسان یې نیولي دي.

د لبنان چارواکو وړاندې ویلي وو، پېښه د بېروت بندر په یوه ډیپو کې د کیمیاوي سرې امونییم نایټرېټ د چاودنې له وجې شوې.

XS
SM
MD
LG