د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بېروت چاودنو ضد مظاهرې شوې دي


مظاهره کوونکو په بېروت کې ټایرونه وسوځل
مظاهره کوونکو په بېروت کې ټایرونه وسوځل

د لبنان په پلازمېنه بېروت کې تر خونړیو چاودونو وروسته مظاهری پیل شوي او خلک له حکومته استعفا غوښتنه کوي.

د اګست پر څلورمه په چاودنو کې د وژلیو شمېر ۱۵۴ ته لوړ شوی او تر ۵،۰۰۰ زیات ژوبل دي.

د لبنان سرکاري رسنۍ وايي، مظاهرې د اګست پر شپږمه، بېروت ته د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون سفر پر مهال پیل شوې.

مکرون بېروت ته د سفر پر مهال د پېښې د نړیوالو پلټنو غږ کړی
مکرون بېروت ته د سفر پر مهال د پېښې د نړیوالو پلټنو غږ کړی

مظاهرچیانو ټایرونه وسوځل او پر امنیتي سرتېرو یې کاڼي وورول.

امنیتي د مظاهره کوونکو د خپرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه.

د مظاهرچیانو د منتشر کولو لپاره اوښکې بیونکې ګېس کارولی دی.

مکرون په خپلو خبرو کې د چاودنو د نړیوالو پلټنو غږ وکړ او زیاته یې کړه چې د لبنان مرستې لپاره به په راتلونکو ورځو کې نړیواله غونډه جوړه کړي.

لبنان پخوا د فرانسې تر واک لاندې وو.

فرانسه او ملګري ملتونه په بیړنیو چارو کې د لبنان مرستې هڅې کوي.

د لبنان حکومت وایي په پېښه کې ۳۰۰،۰۰۰ کسان بېکوره شوي او د زیان کچه ‌یې شاوخوا درې اربه امریکايي ډالرو ته رسېږي.

ملګرو ملتونو د بېروت روغتونونو لپاره د نهه میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړې. په هغو کې یې درې روغتونونه په چاودنو کې خورا زیانمن شوی دي.

د اروپايي ټولنې د شورا مشر شال مېشل د اګست پر اتمه بېروت ته د ورتګ اعلان کړی.

په عین حال کې د لبنان چارواکو ویلي، د چاودنو پلټنې یې پیل کړي او ۱۶ مشکوک کسان يې نیولي دي.

د لبنان چارواکي وايي، پېښه د بېروت بندر په یوه ډیپو کې د کیمیاوي سرې امونییم نایټرېټ چاودنې له وجې شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG