د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او نړیوال پلټونکي یو ځای د لبنان چاودنې پلټنې کوي


بيروت تر چاودنې وروسته (انځور له ارشیف)
بيروت تر چاودنې وروسته (انځور له ارشیف)

یوه لوړپوړي امریکايي ډېپلوماټ ویلي چې د امریکا پلټنو وفاقي اداره له لبنانیو او نړیوالو پلټونکو سره یو ځای کېږي چې په بيروت کې د تېرې اوونۍ د مرګونې چاودنې پلټنې وکړي.

د سیاسي چارو لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډېوېډ هېل د اګست پر ۱۳مه وویل، د امریکا د پلټنو وفاقي ادارې پلټونکي د لبنانیو چارواکو په بلنه په تحقیقاتو کې برخه اخلي.

دا خبره نوموړي د بيروت د هغې سیمې کتنې پر مهال کړې چې د اګست پر څلورمه پکې په چاودنه کې تر ۱۷۰ زیات کسان ووژل شول او تر ۶،۰۰۰ زیات ژوبل شول.

تر پېښې وروسته د لبنان ولسمشر ویلي وو، په بيروت کې د اګست د څلورمې نېټې د خونړیو چاودنو شاته کېدای شي بهرنی لاس وي.

د اګست پر اوومه د لبنان د ولسمشر مایکل اوون څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

نوموړي ویلي، دوه خبرې امکان لري، یوه دا چې یا خو غفلت شوی دی او یا دا د توغندي یا بم له لارې له بهره مداخلت شوی دی.

د چاودنې له وجې لاکونه خلک بې کوره شوي.

لبناني چارواکي وايي، پېښه د بيروت له بندر سره نېږدې په یوه ګودام کې د کیمیاوي سرې د چاودېدو له وجې شوې.

تر پېښې وروسته خلکو پراخې مظاهرې وکړې چې کابینه یې استعفا ته اړ کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG