د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د اګست له ۱۷مې پولیو ضد کمپاین ترسره کېږي


په پاکستان کې د پولیو ضد کمپاین پخوانی عکس. دا کمپاین کورونا وایرس متاثره کړی وو.
په پاکستان کې د پولیو ضد کمپاین پخوانی عکس. دا کمپاین کورونا وایرس متاثره کړی وو.

کوټه - د بلوچستان په ۲۵ ضلعو کې د اګست له ۱۷مې د پولیو ضد پنځه ورځنی کمپاین پېلېږي چې تر پنځه کالو کم عمره ۲۰ لاکه ۹۸ زره ماشومانو ته به د پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي.

د پولیو ضد ایمرجنسۍ مرکز مشر راشد رزاق د اګست پر ۱۵مه په کوټه کې هغې خبري غونډې ته وینا کړې چې په یو شمېر دیني عالمان هم پکې موجود وو.

د یاد مرکز مرستیال مشر ډاکټر افتاب کاکړ مشال راډیو ته وویل چې د اګست تر ۲۱ تر سره کېدونکي‌ دې کمپاین لپاره د صوبې په ۲۵ ضلعو کې ټول انتظامات شوي دي.

ډاکټر افتاب کاکړ وویل چې تیر کال تراګست پورې په بلوچستان کې یوازې څلور ماشومان پولیو وهلي وو خو سږ کال یې تر اوسه شمېر ۱۶ دی.

ده وویل چې وروستۍ کمپاین د روان کال په مارچ میاشت کې شوی وو خو له هغه وروسته د کورونا وایرس له کبله دا لړۍ درېدلې وه.

د ده په وینا ، ضروري ده چې دا ځل ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد لږ تر لږه دوه څاڅکي ورکول شي.

ډاکټر افتاب کاکړ زیاته کړه چې په دې کمپاین کې ۸۲۴۲ ډلې جوړې کړل شوې دي‌ چې کور پر کور وګرځي‌ او ماشومانو ته څاڅکي ورکړي.

دیني عالمانو له میندو او پلرو غوښتنه کړې ده چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي‌ ورکړي.

مولانا انوار الحق حقاني مشال راډیو ته وویل چې د پولیو ضد څاڅکي هیڅ داسې تاواني شی نه دی چې هغه د ماشومانو وتولیدي طاقت ته زیان ورسیوي.

ده وویل چې د پولیو پر مسله ډیر نشستونه او ناستې شوې دي او عالمان دې نتیجې ته رسیدلي دي چې د پولیو ضد څاڅکي یو جایز عمل دی.

د ده په وینا ،” لکه څنګه چې نور علاجونه دي پولیو هم یوعلاج دی ، په دې کې نه حرام شی شته او نه دا ویلای شو چې دا د غیرمسلمو سازش دی.”

د پولیو ضد ایمرجنسۍ مرکز مشر راشد رزاق د یو پوښتنې په ځواب کې وویل چې اوس هم د کوټې په ګډون د صوبې په پښتني برخو کې د هغه میندو او پلرونو کچه ۳فیصده ده چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي نه ورکوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG