د لاسرسي ځای

تازه خبر

دا ځل پښتونخوا کې د پولیو له څاڅکو انکاري خلک لږ وو: ډاکټر باسط


د پولیو کېمپېن پخوانی عکس
د پولیو کېمپېن پخوانی عکس

پراګ - د خیبر پښتونخوا حکومتي‌ چارواکي وايي چې په صوبه کې د پولیو ضد درې ورځنی کېمپېن په ښه ډول سر ته رسېدلی دی.

په صوبه کې د ګوزڼ د مخنیوي ادارې مشر ډاکټر عبدالباسط د اګست پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې دا ځل د مخکې پرتله ماشومانو ته له څاڅکو ورکولو نه د انکاري میندو پلرونو شمېر کم و.

هغه وویل ، "ما درې ضلعې نوښار، صوابۍ او خیبر و کتلې، کمپاین خو الحمدالله ښه وشو. دا ځل امنیت هم ښه برابر و. د انکاري میندو پلرونو شمېر هم د مخکې پرتله ډېر کم و. زموږ هدف ۴۵ لاکه ماشومان وو. روان کال د وایلډ پولیو وایرس کېسونو شمېر تر اوسه ۲۲ دې. هم تېر کال په دغه موده کې د کېسونو شمېر ۴۷ و. که تاسو دغه شمېرې وګورۍ نو د ښه والي څرګندونه کوي. بیا زموږ د واکسین ډیرایوډ پولیو وایرس کېسونه ۴۲ دي."

د روغتیايي ماهرینو دریځ

روغتیايي ماهرین وايي د پولیو وایرس دوه قسمونه وي چې یو پي ون او بل یې پي ټو وایرس وي.

د دوی په وینا، پي ون هغه وایلډ وایرس وي چې په ماحول کې پروت وي او د هغو ماشومانو په خېټه کې وده کوي چې په تواتر سره ورته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه وي ورکړل شوي. دا وایرس ماشومان فلوجوي.

بلخوا پي ټو وایرس چې (ویکسین ډیروایډ وایرس) بلل کېږي، سره له پاکستانه له ټولې نړۍ ختم شوی و او په ۲۰۱۶ز کې په پاکستان کې د هغې واکسین ورکول هم بند کړل شوي وو خو دا وایرس په ۲۰۱۹ز کې په دغه هیواد کې بیا برڅېره شو.

ډاکټر عبدالباسط وایي د دوی مهم هم د دغه پي ټو وایرس خلاف دې.

د خيبر پښتونخوا په ۲۱ ضلعو کې د ګوزڼ خلاف درې ورځنی کیمپاېن د اګست پر ۱۳مه پيل شوی و.

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو خلاف اوسنی کمپاین پر داسې مهال وشو چې په پاکستان کې د کورونا وایرس تر خپرېدو وروسته د ګوزڼ ضد کمپاینونه و ځنډیدل او د اپریل د میاشې هغه کمپاین و نه شو چې هدف یې شاوخوا ۳۹ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ خلاف واکسین یا څاڅکي ورکول وو. وروسته بیا پر احتیاطي تدابیرو له عمل سره په جولای کې د پولیو ضد مهم وشو.

د رشکۍ یونین کونسل د پولیو مخنیوي پروګرام یو چارواکي زبیر عالم د خالي پر ورځ مشال راډیو ته وویل له توقع سره سم د پولیو خلاف مهم وشو خو د دوی په سیمه کې ځینو خلکو د خپلو نورو ستونزو هواروي غوښتنې پر اساس له څاڅکو نه انکار وکړ.

زبیر عالم وویل، "کمپاین خو زموږ له تمعې سره سم ښه وشو. زموږ ډلې کورونو ته ورغلې، په کوم ځاې کې چې مسلې وي نو زه بیا هغه هوارومه. اوس هم زه لګیا یم ، چېرته چې د انکار کېسونه راغلي دي نو پر هغې کار کوم. خو بیا په دې کې مشکلات هم دي. داسې زیاتې غوښتنې راشي لکه د بجلۍ، ځکه چې زموږ په یونین کونسل کې د بجلۍ ډېره مسله ده. خلک راته وايي چې تاسو سرکاري خلک یۍ، اول راله د بجلۍ غم وکړۍ، نو په دې وجه اکثره له څاڅکو نه انکار وکړي."

بلخوا د ښځینه روغتیايي کاروکوونکو مشرې عایشه حسن د اګست پر ۱۵مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د مشکلاتو یادونه وکړه او وې ویل چې ځیني خلک د کورونا وایرس د ویرې له امله کارکوونکو ته ور نه خلاصوي.

نوموړې وویل ، " ما خو برخه نه ده اخیستې، خو زما جینکۍ لګیا دي، زه ورسره ساعت په ساعت رابطه هم کومه. هغوی پر احتیاطي لارښوونو پوره عمل کوي، ماسکونه اچوي او سینېټایزرې هم استعمالوي. لږ مشکلات پکې شته ځکه چې خلک له کورونا وایرسه ویریدلي دي او جینکو ته ور هم نه خلاصوي. خو موږ ورته پوهه ورکوو نو بیا خلک رضا هم شي. مشکلات خو شته خو هغه له انشا الله حل هم شي."

د پولیو وایرس تاریخ

پوليو وايرس په لومړي ځل په ۱۸۹۴ز کال کې د امريکا په وېرمانټ ايالت کې څرګند شو چې هغه وخت يې ۱۸ کسان مړه او ۱۳۲ یې عمري معذوره کړل.

تر دې پېښې څه باندې۶۰ کاله وروسته په ۱۹۵۵ز کال کې ډاکټر جونس سېلک د ناروغۍ واکسين جوړ کړل او په ۱۹۶۰ز کال کې بيا امريکا د خولې لخوا د ورکول کېدونکي واکسين اجازه ورکړه چې ډاکټر البرټ سېبين جوړ کړي ول.

پوليو وايرس د افغانستان او پاکستان پرته له ټولې نړۍ ورک شوی دی.

بلخوا که درېيم پرلپسې کال هم په نايجيريا کې دا وايرس ونه موندل شو نو په روان ۲۰۲۰ز کال کې به د روغتیا نړیوال سازمان هغه هېواد هم له پوليو وايرسه په بشپړه توګه پاک اعلان کړي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو رنځ موجود دی.

په پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام له شمېرو سره سم، په ۲۰۱۹ز کال کې ۱۴۷ ماشومان ګوزڼ وهلي ول خو د ۲۰۲۰ز د اګست تر ۱۵مې نېټې پورې ۶۴ماشومان په دې وايرس اخته شوي چې ۲۲ یې په خيبر پښتونخوا، ۲۱ په سيند، ۱۶ په بلوچستان او پېنځه یې په پنجاب کې دي.

پاکستان کې پولیو ضد کېمپېنونه:

د پاکستان په یو شمېر حساسو شېمو کې د پولیو ضد کمپاین د اګست پر ۱۷مه پیلېږي.

ډاکټر عبدالباسط زیاته کړه چې په سپټمبر کې به د خیبر پښتوخوا په ۲۱ ضلعو کې د پولیو ضد کمپاین بیا کېږي.

د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه د بېل اېنډ مېلينډا بنسټ شريک مشر بيل ګېټس سره په ټېلېفوني خبرو کې د پوليو د مخنيوي پروګرام بيا پیللولو په موضوع خبرې کړي.

جنرل باجوه او بيل ګېټس د کورونا وايرس وبا پرمهال د پوليو مخنيوي پروګرام په موثره توګه پرمخ وړلو باندې ټېنګار وکړ.

بېل ګېټس خپله ژمنه تکرار کړه چې بېل اېنډ مېلينډا بنسټ به د پوليو رنځ ختمولو لړ کې له پاکستان سره خپلې مرستې جاري ساتي.

تر دې مخکې د اګست پر ۱۱مه د وزيراعظم عمران خان او بېل ګېټس تر منځ هم د پولیو په اړه خبرې شوی وی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG