د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د اګست له ۱۷مې د پولیو واکسیني کیمپېن پیلېږي


تر دې مخکې د ۲۰۲۰ز کال د جولای پر ۲۰مه هم پېنځه ورځنی کیمپېن شوی وو
تر دې مخکې د ۲۰۲۰ز کال د جولای پر ۲۰مه هم پېنځه ورځنی کیمپېن شوی وو

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د بېل اېنډ مېلينډا بنسټ پر شريک مشر بيل ګېټس ټينګار کړی چې په هغه هېواد کې د پوليو د مخنيوي پروګرام بيا پيل کړي.

د پاکستان د وزيراعظم دفتر په بیان کې ویلي، عمران خان د اګست پر ۱۱مه له بېل ګېټس سره په ټېلېفون خبرې وکړې او هغه ته يې په پاکستان کې د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د حکومتي هلو ځلو په اړه معلومات ورکړل.

د مايکروسافټ شرکت بنسټګر بېل ګېټس او د هغه د مېرمنې مېلينډا ګېټس بنسټ له پاکستان سره د پوليو مخنيوي چارو کې مالي مرسته کوي.

د عمران خان او ګېټس ترمنځ دا خبرې په داسې وخت کې شوي چې پاکستان په پلان کې لري چې د روانې اګست مياشتې له ۱۷مې نېټې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د هېواد په يو شمېر هغو سيمو کې د پوليو ضد پېنځه ورځنی کیمپېن پيل کړي چې پکې د وايرس خطر موجود دی.

د روغتيايي کارکوونکو روزنه

په کوټه ښار کې روغتياپال او روزونکی ناصر خان وايي چې د دې کیمپېن لپاره د روغتيايي کارمندانو روزنه روانه ده او دوی به يو ځل بيا کور په کور ګرځي او تر پېنځو کلونو پورې عمر لرونکو ماشومانو ته به د ګوزڼ مخنيوي څاڅکي ورکوي.

"موږ کیمپېنرانو ته دا ورښيو چې د پوليو واکسينونه به څنګه په کنټېنر کې ساړه ساتئ. چې پوليو څاڅکي ورکړئ نو ماشوم ته پر ګوته [په قلم] نښه جوړول او د کور دروازه باندې ليکل چې څومره ماشومانو ته څاڅکې ورکړل شول او بيا يې راجسټر ته انتقالول. "

ماشوم ته د څاڅکو تر ورکولو وروسته د هغه پر ګوته نښه وهل کېږي
ماشوم ته د څاڅکو تر ورکولو وروسته د هغه پر ګوته نښه وهل کېږي

په پاکستان کې د ۲۰۲۰ز کال په فبرورۍ کې د کورونا وايرس له خپرېدو وروسته د پوليو ضد کیمپېن ځنډول شوی وو چې بيا وروسته د احتياطي تدابيرو په پام کې له نيولو سره د جولای له ۲۰مې پیل شو او پېنځه ورځې یې دوام وکړ.

دا ځل به هم کیمپېنران د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره پر احتياطي لارښوونو په عمل کولو، د پوليو ضد کیمپېن پر مخ بیايي.

پاکستان کې د پوليو وايرس زياتېدونکي پېښې

په پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام له شمېرو سره سم، په ۲۰۱۹ز کال کې ۱۴۷ ماشومان ګوزڼ وهلي ول خو د ۲۰۲۰ز د اګست تر ۱۲ نېټې پورې ۶۴ ماشومان په دې وايرس اخته شوي چې ۲۲ یې په خيبر پښتونخوا، ۲۱ په سيند، ۱۶ په بلوچستان او پېنځه یې په پنجاب کې دي.

په بلوچستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام مشر ډاکتر افتاب کاکړ وايي، د ماشومانو د ګوزڼ وهلو لوی لامل د کورنيو له خوا ماشومانو ته د واکسینو له کولو انکار دی.

د نوموړي په وينا بل پلو په اوسنيو پېښو کې زياتوالی د کورونا وايرس خپرېدو له کبله ماشومانو ته په څاڅکو ورکولو کې د واټن رامنځ ته کېدل دی.

"په موجوده حالاتو کې د کورونا وايرس په وجه کیمپېن ځنډېدلی وو چې په ماشومانو کې اېميونيټي ګېپ (مدافعتي واټن) زيات شو. اېميونيټي ګېپ هغه وخت زياتېږي چې کله ماشومانو ته پر وخت څاڅکي ورنکړل شي. "

ډاکتران وايي د ګوزن د پېښو زیاتېدو لوی لامل له واکسینه د کورنیو انکار دی
ډاکتران وايي د ګوزن د پېښو زیاتېدو لوی لامل له واکسینه د کورنیو انکار دی

د ډاکتر کاکړ په خبره، د راتلونکې کیمپېن په پای کې به روغتیايي کارکوونکي يوه ورځ يو ځل بيا پر هغو کورونو ګرځي چې د کیمپېن پر مهال پاتې شوي او يا مشرانو يې ماشومانو ته له څاڅکو ورکولو انکار کړی دی.

له واکسینه د انکار ستونزه

روغتياپالان څه ډول"انکاري کورنۍ "دې ته راضي کوي چې خپلو ماشومانو ته پوليو ضد څاڅکي ورکړي ورکړي؟

روغتياپال او روزونکی ناصر خان وايي چې دوی له بېلا بېلو لارو کورنيو ته د پوليو وېکسين ګټې ورښيي او ورته وايي چې د ماشومانو له ګوزڼ ساتلو څخه يوازينۍ لاره همدغه پوليو ضد وېکسين دی.

"له موږ سره نفوذ لرونکي شخصيتونه مرسته کوي. که انکاري کورنۍ مذهبي فکر لري نو موږ ملا راسره ملګری کړو. که څوک ناسم تصور لري نو ډاکتر په خپله ډله کې شامل کړو. همدا ډول له موږ سره د سيمې مشران هم ځي."

ناصر خان زياتوي، "پر دې برسېره موږ سره ويډيوګانې او د ديني عالمانو فتواوې شته، هغه موږ دوی ته ښيو چې راضي يې کړو. "

د پولیو وایرس تاریخ

پوليو وايرس په لومړي ځل په ۱۸۹۴ز کال کې د امريکا په وېرمانټ ايالت کې څرګند شو چې هغه وخت يې ۱۸ کسان مړه او ۱۳۲ یې عمري معذوره کړل.

تر دې پېښې څه باندې۶۰ کاله وروسته په ۱۹۵۵ز کال کې ډاکټر جونس سېلک د ناروغۍ واکسين جوړ کړل او په ۱۹۶۰ز کال کې بيا امريکا د خولې لخوا د ورکول کېدونکي واکسين اجازه ورکړه چې ډاکټر البرټ سېبين جوړ کړي ول.

پوليو وايرس د افغانستان او پاکستان پرته له ټولې نړۍ ورک شوی دی.

بلخوا که درېيم پرلپسې کال هم په نايجيريا کې دا وايرس ونه موندل شو نو په روان ۲۰۲۰ز کال کې به د روغتیا نړیوال سازمان هغه هېواد هم له پوليو وايرسه په بشپړه توګه پاک اعلان کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG