د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د بین الافغاني مذاکراتو پیل پر وړاندې ستر خنډ د بندیانو موضوع ده'


قطر کې د افغان سیاستوالو او طالب استازو ترمنځ غونډه
(ارشيف)
قطر کې د افغان سیاستوالو او طالب استازو ترمنځ غونډه (ارشيف)

د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د افغان پلاوي ځیني غړي وايي، د بین الافغاني خبرو اترو پیل پر وړاندې لا هم د بندیانو موضوع ستر خنډ دی.

که څه هم افغان حکومت د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو ۸۰ يې خوشې کړي خو د مذاکره کوونکي پلاوي ځینې غړي وايي، دا بهیر ځکه ځنډېدلې چې د ده په وینا چې طالبانو لا هم د افغان حکومت زندانیان نه دي خوشې کړي.

ظاهراً بین الافغاني خبرې اترې له یو نوي خنډ سره مخ دي.

د شنوونکو نظرونه

یو شمېر سرچینو مشال راډیو ته ویلي حکومت ځکه د طالبانو پاتې بندیان تر دې دمه نه دي ازاد کړي چې لا هم د دې ډلې په بند کې افغان امنیتي ځواکونه شته.

عبدالحفیظ منصور چې د حکومت مذاکره کوونکي پلاوي غړی دی مشال راډیو ته وویل طالبان باید ټول زنداني امنیتي ځواکونه خوشې کړي.

منصور زیاته کړه: "یو شمېر هغه امنیتي ځواکونه چې له طالبانو سره اسیران دي، لا هم ازاد شوي نه دي، هغوی موږ ته د ۵،۰۰۰ طالب بندیانو د ازادولو وویل موږ ورته ۵،۵۰۰ خوشې کړل، مقابل لوري هم باید ۱،۰۰۰ تنه هغه ځواکونه او د ملي اردو سرتېري چې له طالبانو سره دي ازاد کړي وای، موږ یې د هویت او ځایونو په اړه پوهېږو، طالبانو ته مو وویل چې هغوی هم باید ازاد کړي، یوازې همدا د زرو تنو ازادي مو ترې وغوښتنه، اضافه نه، خو لا هم دا بهیر بشپړ شوی نه دی."

تر دې وړاندې د افغانستان په ملي امنیت شورا کې د سولې او ملکیانو د خوندیتوب مشر انتظار خادم هم مشال راډيو ته ویلي و چې یو شمېر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه لا هم له طالبانو سره په بند کې دي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو نظر هم ولرو خو تر دې دمه د دغه ډلې ویاندویانو زموږ پوښتنه نه ده ځواب کړې.

خو وړاندې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډيو ته ویلي وه چې دوی د افغان حکومت ۱،۰۰۰ تنه بندیان ازاد کړي دي.

که څه هم د افغان حکومت مشرانو د سولې مشورتي لويې جرګې غړو ته ویلي وو چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو د لړۍ له پیل درې ورځې وروسته به بین الافغاني خبرې اترې پیل شي خو د ۸۰ طالب بندیانو له خوشې کولو وروسته چې د اګست پر ۱۳مه ناوخته خوشې شول لا هم د دې خبرو د پیل څرک نه لګېږي.

دا طالب بندیان تر هغې څو ورځې وروسته خوشې شوي چې د اګست پر نهمه د افغانستان مشورتي لویې جرګې په پرېکړه لیک کې حکومت ته د ۴۰۰ بندیانو د خوشې کېدو سپارښتنې ترڅنګ پر طالبانو غږ وکړ چې بې له پلمې دې له حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي.

تر دې دوه ورځې وروسته د اګست پر ۱۱مه افغان ولسمشر اشرف غني د زندانیانو د خوشې کولو امر لاسلیک کړ.

د فبرورۍ پر ۲۹مه له امریکا سره د طالبانو د سولې له موافقې سره سم، ټاکل شوې وه چې افغان حکومت به ۵،۰۰۰ طالب زندانیان او طالبان به د حکومت ۱،۰۰۰ تنه خوشې کوي.

په موافقه کې راغلي ول چې د دې بهیر له بشپړېدو سره به په مارچ کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مستقیمې خبرې پیلېږي خو د زندانیانو پر خوشې کولو او پر نورو موضوعاتو د اختلاف له وجې دا کار تر اوسه وځنډېد.

د طالبانو دریځ

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین مشال راډیو ته په یو پیغام کې لیکلي تر هغه بین لافغاني خبرې نه پیلېږي تر څو چې د دوی ټول ۴۰۰ بندیان نه وي خوشې وشي.

د طالبانو د سياسي دفتر استازي په مسکو کې د يوې غونډې پر مهال
د طالبانو د سياسي دفتر استازي په مسکو کې د يوې غونډې پر مهال

شاهین مشال راډيو ته دا هم ویلي چې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د دوی له لوري اجنډا بشپړه شوې ده.

د بندیانو په اړه د حکومت دریځ

خو د افغان ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي مشال راډیو ته وویل اوس د ۴۰۰ طالب بندیانو پر خلاصون پرېکړه شوې طالبان باید تر زره مخامخ خبرې اترې پیل کړي.

هغه وايي: "له هغه وروسته چې ولسمشر د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون پرېکړه وکړه، اوس د دې وخت دی چې طالبان دا فرصت له لاسه ورنه کړي او زر تر زره دې مستقیمو خبرو ته کېني، خو دا چې دا مذاکرات به کله پیلېږي لا مشخصه نه ده."

فغان حکومت د دغو لانجمنو ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې تر دې دمه ۸۰ کسان خوشې کړي.

خو دا چې پاتې ۳۲۰ نور طالب زندانیان کله خوشې کېږي افغان حکومت يې په اړه څه نه وايي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG