د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو څخه یې ۸۰ تنه خوشې شوي: سرچینه


چارواکي وايي، بندیان له پل چرخي زندانه په ګاډو کې یوړل شول او د کابل په بېلا بېلو ځایونو کې خوشې شول
چارواکي وايي، بندیان له پل چرخي زندانه په ګاډو کې یوړل شول او د کابل په بېلا بېلو ځایونو کې خوشې شول

د افغانستان د ملي امنیت یوه سرچینه وايي، د اګست ۱۳مې پر ماښام د کابل له پلچرخي زندانه له پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو څخه یې لسګونه خوشې شوي دي.

دې چارواکي د پنجشنبې (زیارت) پر ماښام د موضوع د حساسیت له وجې له نوم ښودو ډډه وکړه او مشال راډیو ته یې وویل چې له زندانه یې ۸۰ بندیان د کابل په بېلا بېلو ځایونو کې خوشې کړي دي.

په دې اړه مو له افغان حکومتي چارواکو سره رابطې وکړې خو هغوی رسماً د بندیانو خوشې کول تایید نه کړل.

البته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د اګست پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې ځینې زندانیان یې ازاد شوي، خو کره شمېر یې و نه ښود.

طالبانو د اګست پر ۱۲مه ویلي ول چې د پاتې زندانیانو د خوشې کېدو لړۍ له جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ ده خو افغان حکومت دا څرګندونه بې ځایه وبلله او زیاته کړې یې وه چې د بندیانو خوشې کولو لپاره یې وار له مخه اقدامات کړي.

دا طالب بندیان تر هغې څو ورځې وروسته خوشې شوي چې د اګست پر نهمه د افغانستان مشورتي لویې جرګې په پرېکړه لیک کې حکومت ته د ۴۰۰ بندیانو د خوشې کېدو سپارښتنې ترڅنګ پر طالبانو غږ وکړ چې بې له پلمې دې له حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي.

تر دې دوه ورځې وروسته د اګست پر ۱۱مه افغان ولسمشر اشرف غني د زندانیانو د خوشې کولو امر لاسلیک کړ.

د فبرورۍ پر ۲۹مه له امریکا سره د طالبانو د سولې له موافقې سره سم، ټاکل شوې وه چې افغان حکومت به ۵،۰۰۰ طالب زندانیان او طالبان به د حکومت ۱،۰۰۰ تنه خوشې کوي.

په موافقه کې راغلي ول چې د دې بهیر له بشپړېدو سره به په مارچ کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مستقیمې خبرې پیلېږي خو د زندانیانو پر خوشې کولو او پر نورو موضوعاتو د اختلاف له وجې دا کار تر اوسه وځنډېد.

افغان ولسمشر اشرف غني ویلي ول چې له ۵،۰۰۰ طالبانو څخه یې د ۴۰۰ هغو د خوشې کولو واک نه لري ځکه چې په وینا یې دا کسان درنې جرمي قضیې لري او ځینو ته یې عدالت سزاګانې هم اورولې دي نو ځکه یې د دې لپاره مشورتي لویه جرګه وغوښته.

طالبانو ویلي ول چې که حکومت ټول بندیان خوشې کړي نو ورسره مستقیمې خبرې پیلوي.

افغان حکومت وايي، ۲۱ کسیزه مرکچي پلاوی یې تیار دی چې په قطر کې له طالبانو سره د سولې مذاکرات پیل کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG