د لاسرسي ځای

تازه خبر

لويه جرګه: بنديان دې خوشي او مذاکرات دې بغیر له بهانې پېل شي

په کابل کې لويه جرګه
په کابل کې لويه جرګه

د افغانستان مشورتي لويې جرګې نن د (اګست په نهمه) په کابل کې ۴۰۰ طالب بنديانو خوشي پريکړه تاييد کړي. په کابل کې شوې درې ورځنۍ جرګې په ۲۵ مادو مشتمل يو پريکړه ليک افغان حکومت ته سپارلی دی چې پکې افغان حکومت او طالبانو ته بيلا بيلې سپارښتني شوې دي.

د جرګې ځينې پريکړې:

  • افغان حکومت دې د طالبانو ۴۰۰ او طالبان دې د افغان حکومت بنديان خوشي کړي.
  • خوشي شوي طالبان بايد بيا د جنګ ليکو ته ونه ګرځي.
  • حکومت او طالبان دې اوربند وکړي او مسايل دې د خبرو له لارې حل کړي
  • که په خوشي کېدونکو طالب بنديانو کې د نورو هېوادونو وګړي وي نو هغه دې د هغوی هېوادونو ته وسپارل شي.
  • د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ "خبرې دې ژر تر ژره بغير له کومې بهانې جوړولو" پيل شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وويل د جرګې ټولې پرېکړې مني. هغه د اګست په نهمه د جرګې ګډونوالو ته وويل: ((نن به د جرګې د پرېکړې سره سم د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د پريښوولو حکم لاسلیک او هغوی به خوشې کړم.))

ولسمشر غني زیاته کړه چې اوس د طالبانو د انتخاب وخت دی، باید وښيي چې له سراسري اوربند وېره ونه ‌لري. هغه وويل چې هر افغان د سولې غوښتونکی دی او طالبان بايد د خلکو دې غوښتنې ته احترام وکړي.

تر جرګې مخکې طالبانو د خلکو دې راغونډيدو سره مخالفت ښودلی او په قطر کې يې د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين د جمعې پر ورځ ويلي ول چې ۴۰۰ بنديان بې له جرګې جوړولو هم خوشې کيدای شول.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی، محمد صادق پر خپل ټويټر د لویې جرګې د وړاندیزونو هرکلی کړی دی.

د لویې جرګې په اړه د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت يوه خبرپاڼه هم خپره کړې ده. د اګست په نهمه خپرې شوې دې خبرپاڼه کې يې ويلي چې د لويې جرګې د پرېکړو په هرکلي سره يو ځل بيا تکراروي چې پاکستان د افغانانو په مشرۍ او ملکيت د سولې بهیر ملاتړ کوي.

تر دې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني ويلي وو چې دا بنديان یې ځکه نه شو خوشي کولی چې په دوی کې ځينې يې په درنو جرمونو تورن دي. هغه ويلي وو چې د افغانستان اساسي قانون ورته د دې بنديانو د خوشي کولو واک نه ورکوي

طالبان بايد له اوربند وېره ونه لري
ولسمشر غني

امريکا د جرګې هرکلی کړی. امريکا او طالبانو د فرورۍ په ۲۹مه د سولې تړون لاسليک کړ چې له مخې يې افغان حکومت بايد د طالبانو ۵۰۰۰ او طالبان د افغان حکومت ۱۰۰۰ بنديان خوشي کوي.

تر دې وروسته به بين الافغاني خبرې پيليږي. طالبانو ويلي‌چې دوی د افغان حکومت نيزدي ۷۰۰ بنديان خوشي کړي دي او افغان چارواکي وايي‌تر جرګې دمخه يې ۴۶۰۰ طالب بنديان د دې ليست او ۵۰۰ نور د ښه نيت د ښودلو لپاره له زندانونو ازاد کړي دي.

  • انځور سایز

    بشیر احمد ګواښ

    بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي. نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ. د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ. 

  • انځور سایز

    ګل ایاز

    ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. له نوموړي سره پر ټوېټر یا فېسبوک اړیکه نیولای شئ. 

XS
SM
MD
LG