د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو پر ایران د وسلو بندیزونو د مودې غځولو قرار داد رد کړ


پامپیو وايي، د ملګرو ملتونو امنیتي شورا له ایرانه د احتساب کولو په برخه کې ناکامه شوې ده.
پامپیو وايي، د ملګرو ملتونو امنیتي شورا له ایرانه د احتساب کولو په برخه کې ناکامه شوې ده.

ملګرو ملتونو د امریکا ملاتړ لرونکی هغه قرار داد رد کړی چې پکې پر ایران د وسلو د بندیز غځولو خبره شوې ده.

پر ایران د وسلو بندیز موده د روان کال په اکتوبر کې ختمېږي.

په ۱۵ کسیزه امنیتي شورا کې د اګست پر ۱۴مه رایې اچونې په اړه له وړاندی څخه داسې تمه کېده چې د روس او چین لخوا د سخت مخالفت له وجې به دا له ناکامۍ سره مخامخ شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د رایې اچونې وروسته وویل، د ملګرو ملتونو امنیتي شورا له ایرانه د احتساب کولو په برخه کې ناکامه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، دې شورا د نړی تر ټولو زیات د ترهګری ملاتړ کوونکی هیواد ایران د وسلو اخیستو او خرڅلاو جوګه کړ او د منځني ختیځ غوښتنې یې له پامه وغورځولې.

د اګست پر ۱۴مه دا قرارداد له هغې وروسته له ناکامۍ سره مخامخ شو چې په رایې اچونه کې دوو هیوادونو پر ایران د وسلو بندیز په حق کې او دوو په مخالفت کې رایې ورکړي او ۱۱ غړي پکې موجود نه وو.

دا په داسې حال کې ده مایک پامپیو د ملګرو ملتونو پر امنيت شورا ټينګار کړی چې پر ايران د وسلو بندیز وغځوي.

نوموړي د جون پر ۳۰مه خبرداری ورکړی و چې په اکتوبر کې د بندیز موده ختمېدل به په منځني ختيځ کې د بې ثباتۍ لامل شي.

امريکا په داسې حال کې د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه په رسمي توګه دا غوښتنه کړې چې په ۲۰۱۵م کال کې د ايران او نړيوالو قوتونو تر منځ د شوي اټومي تړون له مخې د اکتوبر په پيل کې پر ايران د وسلو بندیز کې نرمي راځي.

امريکا د ۲۰۱۸م کال په مې کې له دې تړونونه ووتل او پر ايران يې بيا بندېزونه ولګول.

په دې غبرګون کې ايران په مرحله واره توګه د خپلو اټومي ژمنتياوو سرغړونه پيل کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG