د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپیو د ملګرو ملتونو پر امنيت شورا ټينګار کړی چې پر ايران د وسلو بندیز وغځوي.
نوموړي د جون پر ۳۰مه خبرداری ورکړ چې په اکتوبر کې د بندیز موده ختمېدل به په منځني ختيځ کې د بې ثباتۍ لامل شي.
پامپیو امنيت شورا ته ويلي چې دا اقدام دې يوازې د ده يا امريکا لپاره نه کوي بلکې له اسراييله نيولې بيا تر خليج او منځني ختيځ پورې دې د سيمې هغو هېوادونو ته غوږ ونيسي چې د ايران حملو ته مخامخ دي او هغوی وايي چې د وسلو بندیزدې وغځول شي.
امريکا په داسې حال کې د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه په رسمي توګه دا غوښتنه کړې چې په ۲۰۱۵م کال کې د ايران او نړيوالو قوتونو تر منځ د شوي اټومي تړون له مخې د اکتوبر په پيل کې پر ايران د وسلو بندیزکې نرمي راځي.
امريکا د ۲۰۱۸م کال په مې کې له دې تړونونه ووتل او پر ايران يې بيا بندېزونه ولګول.
په دې غبرګون کې ايران په مرحله واره توګه د خپلو اټومي ژمنتياوو سرغړونه پيل کړه.
د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ويلي چې د وسلو د بندیزليرې کېدل د اټومي تړون يوه نه بېلېدونکې برخه ده.
بلخوا ويټو حق لرونکيو هېوادونو روس او چين هم د امريکا د دې اقدام مخالفت کړی دی.