د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په افغان سولې بهیر کې د پرمختګ هرکلی کړی


 د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه (ارشيف)
د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه (ارشيف)

د پاکستان پوځ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو ژر پیلېدو هیله څرګنده کړې.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې د اګست پر ۱۱مه ویلي چې په راولپينډۍ کې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد په مشرۍ د لوړپوړو چارواکو غونډه وشوه.

بیان وايي، پوځي مشرانو د افغانستان سولې په عمل کې د پرمختګ ستاینه او هرکلی وکړ.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، د افغانستان سولې بهیر ترڅنګ د سیمې په ثبات کې خپل رول لوبولو ته دوام ورکوي.

نوموړي دا خبرې د اګست پر ۱۳مه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی محمد صادق سره د لیدو پر مهال کړي دي.

قرېشي وويل چې د سيمې دومداره امنیت او ثبات د افغانستان له سولې سره تړلی دی.

دا چې پاکستان د افغان سولې عمل او په راتلونکې کې د دغه هېواد یوې تلپاتې سولې په اړه څه کولای شي؟ د سیمه یيزو چارو پوه ایاز وزیر د اګست پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، پاکستان غواړي چې د بین الافغاني خبرو پیل او له دې سره د سولې په عمل کې خپل مثبت رول ترسره کړي.

د نوموړي په خبره اوس افغانان بايد پخپله له يو بل سره خبرو ته کېني او د یب هېواد اړتيا رامنځ ته نه شي.

وزير زياته کړه، "له افغانانو سره ملګرتيا پاکستان هم لري. ایران، هند، امریکا او نور هېوادونه یې هم لري، باید ګاونډي هیوادونه مثبت رول ترسره کړي. خو اصل خبره دا ده چې په پردې لاس مسلې نه حل کېږي، دا مسله د افغانانو ترمنځ ده او باید افغانان یې پخپله هواره کړي."

د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي دا هم ویلي، بین الافغاني مذاکرات به په افغانستان کې تلپاتې سولې ته لاره هواره کړي.

نوموړي دا څرګندونې د اګست پر ۱۲مه په اسلام اباد کې د افغانستان له سفير شکر الله عاطف مشعل سره د هغه د مخې ښې په کتنه کې وکړې.

مشعل روان کال ۲۰۲۰ز په جولای مياشت کې د سفیر په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه او ویلي یې و چې غواړي خپلو لوړو زدکړو ته دوام ورکړي.

مشعل پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې له قرېشي سره یې د مخې ښې په غونډه کې د پاکستان د هلو ځلو او په کابل کې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړه لیک پر ملاتړ د هغه مننه وکړه.

افغان سفیر د اګست پر ۱۲مه پر ټوېټر په بل بیان کې لیکلي چې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره یې هم لیدلي او هغه ورسره په خبرو کې د بین الافغاني خبرو د ژر پیل هیله ښوولې.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر نهمه په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه وکړه چې پاتې ۴۰۰ طالب بندیان دې خوشي شي.

د سولي په چارو کې د افغانستان دولت وزارت وایي، بین الافغاني خبرې ښايي د اګست له ۱۸مې تر ۲۰مې نیټې پورې په قطر کې پیل شي.

په دوحې کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین هم ويلي چې که ټول بندیان یې خوشې شي نو په یوه اوونۍ کې له افغان حکومت سره خبرې پيلوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اګست پر ۱۱مه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د يو شمېر لوړپوړو افغان چارواکو په حضور کې د طالبانو لخوا د ورکړل شوي ۵،۰۰۰ کسيز نوملړ کې د شاملو بندیانو د بښنې فرمان لاسلیک کړ.

افغان حکومت د طالبانو ۴،۶۰۰ بنديان وار له مخه خوشې کړي ول خو پاتې ۴۰۰ يې د سولې مشورتي لويې جرګې تاييد ته ايسار کړي ول.

په جرګه کې د افغانستان له بېلا بېلو سيمو ۳،۴۰۰ کسانو ګډون کړی و.

خو د سیمه يیزو او سیاسي چارو پوه افراسیاب خټک د اګست پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، پاکستاني چارواکي د افغانستان مسلې په اړه بیانونه ښه ورکوي خو پر خپلو خبرو عمل نه کوي.

"۴۰ کاله دوی داسې بیانونه ورکړل چې موږ دا جنګ بندول غواړو خو بیا هم د افغانستان جګړې ته د پای ټکې کېنښودل شو، خو اوس دې خدای وکړي چې پاکستان څه وایي پر هغه پوره عمل او کار وکړي."

بلخوا افغان حکومت ویلي دي چې دوی د اګست پر ۱۳مه ځینې نور طالب بندیان خوشې کړي دي او تمه ده چې د ۵،۰۰۰ طالب بندیانو تر خوشې کېدو وروسته د افغانانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو لومړی پړاو په قطر کې پیل شي، چې پکې به زیاتره خبرې پر اوربند او د دغه هیواد د سولې او امنیت په اړه وي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG