د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالب وسله والو خوشې کول د نړۍ لپاره ګواښ دی: غني


افغان ولسمشر محمد اشرف غني (ارشيف)
افغان ولسمشر محمد اشرف غني (ارشيف)

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د خبرو د یوې برخې په توګه د سلګونه طالب وسله ‌والو خوشې کول د ټولې نړۍ لپاره یو ګواښ بللی دی.

نوموړي پرون د امريکا د بهرنیو اړیکو شورا له لوري په یوه جوړه شوې انلاین غونډه کې ګډون کړی او دا خبره‌ یې یاده کړې ده.

غني زیاتوي، "[د طالبانو] نوملړ به احتمالاً موږ دواړو، تاسو او نړۍ ته خطر پېښ کړي ځکه په دې نوملړ کې د مخدره موادو قاچاقبران او لوی مجرمین شامل دي خو دا اقدام مو ضروري وباله او د لویې جرګې تر اجماع وروسته ما اړوند اسناد لاسلیک کړل."

ولسمشر غني وويل چې د سولې په ترلاسه کولو ټول په يوه خوله ول، نه‌ یې د قیمت په اړه هغه بیه چې د ده په خبره لویه برخه ‌یې ادا شوه.

د راپورونو پر اساس د طالبانو له ۴۰۰ خوشې کېدونکو بندیانو ۱۵۰ په اعدام محکوم دي.

په عين حال کې د افغانستان د ملي امنیت یوه سرچینه وايي، د اګست ۱۳مې پر ماښام د کابل له پلچرخي زندانه له پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو څخه یې ۸۰ بندیان د کابل په بېلا بېلو ځایونو کې خوشې کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د اګست پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې ځینې زندانیان یې ازاد شوي، خو کره شمېر یې و نه ښود.

دا طالب بندیان تر هغې څو ورځې وروسته خوشې شوي چې د اګست پر نهمه د افغانستان مشورتي لویې جرګې په پرېکړه لیک کې حکومت ته د ۴۰۰ بندیانو د خوشې کېدو سپارښتنې ترڅنګ پر طالبانو غږ وکړ چې بې له پلمې دې له حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي.

تر دې دوه ورځې وروسته د اګست پر ۱۱مه افغان ولسمشر اشرف غني د زندانیانو د خوشې کولو امر لاسلیک کړ.

د فبرورۍ پر ۲۹مه له امریکا سره د طالبانو د سولې له موافقې سره سم، ټاکل شوې وه چې افغان حکومت به ۵،۰۰۰ طالب زندانیان او طالبان به د حکومت ۱،۰۰۰ تنه خوشې کوي.

حکومت مخکې ۴،۶۰۰ طالبان خوشې کړي ول خو طالبانو ویلي د پاتې ۴۰۰ بندیانو له خوشې کېدو وروسته به بین ‌الافغاني خبرې پيلوي.

XS
SM
MD
LG