د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلو کې امنیت تر پخوا لږ ښه شوی


میرامشا: د پوځ په حراست کې د یوه ځوان رضاءالله د مرګ خلاف لاریون. ۲۰۱۹، ۰۱ ډېسېمبر
میرامشا: د پوځ په حراست کې د یوه ځوان رضاءالله د مرګ خلاف لاریون. ۲۰۱۹، ۰۱ ډېسېمبر

پراګ ـ په اسلام اباد کې د قبایلي ضلعو په اړه د څېړونو اداره فاټا ریسرچ سېنټر وایي تېر کال په قبایلي ضلعو کې د ترهګرۍ او تشدد په ۱۶۰ پېښو کې ۱۱۰ کسان وژل شوي دي.

د بدامنۍ تر ټولو زیاتې پېښې په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان او باجوړ کې شوي دي. ادارې ویلي په قبایلو کې په مجموعي توګه د بدامنۍ پېښې د ۲۰۱۸ ز کال پرتله کمی شوي دي. ادارې په ۲۰۱۹م کې په هغو ضلعو کې د تشدد ۱۶۰ پېښې ثبت کړي چې پکې ۱۰۶ د ترهګرۍ هغه دي.

فاټا ریسرچ سېنټر د قبایلي ضلعو حالات څاري او هر کال په دې اړه راپور خپروي. د ادارې یو مشر عرفان الدین د جنورۍ پر ۱۵مه مشال رېډیو ته وویل په ۲۰۱۸ م کې په هغو ضلعو کې د بدامنۍ ۲۶۴ پېښې شوې وې خو په ۲۰۱۹ز کال کې د امنیت وضعه لږ ښه شوې.

"د ترهګرۍ په پېښو کې ډېر کمی راغلی دی. ترهګرې ډلې او له سیمې د هغوی برتیانې کمې شوي دي. د ضرب عضب اپرېشن وروسته د دغو ډلو اقتصادي سرچینې هم تباه شوي دي خو بیا هم پروسږ کال دغو ډلو خپلو کارروایانو ته د دوام لپاره د ماینونو او هدفي وژنو له لارې حملې جاري ساتلي دي."

د پخوا پرتله امن ښه شوی او وجه یې داده چې خلکو کې په دې اړه شعور زیات شوی دی
علي وزیر


د راپور ترمخه ۵۴ حملې پر پوځیانو، ۴۸ پر ولسي وګړو او ۴ هغه بیا د امن لښکر پر غړیو شوي دي. په شمالي وزیرستان کې ۲۳ او په جنوبي وزیرستان کې ۱۴ پېښې شوي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په قبایلو کې د بدامنۍ ضد احتجاجونه کړي. د غورځنګ یو مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر مني چې قبایلو کې امنیتي حالت د پخوا په پرتله ښه شوی خو نوموړی وایي دا د ریاستي ادارو په هڅو نه بلکې په خلکو کې د شعور پیدا کېدو له وجې ښه شوي.

"اوس هم شرپسند عناصر شته خو چې کله هم بده پېښه کېږي نو خلک یې پرضد احتجاج کوي او دې کار هغه قوتونه چې د دغو شرخوښو تر شا دي، مجبوره کړي دي چې د بدامنۍ له پېښو لاس واخلي."

په قبایلي حالاتو نظر لرونکی خبریال ډاکټر اشرف علي وایي، قبایل اوس د خیبر پښتونخوا برخه دي، که څه هم د پخوا پرتله په کې امنیتي وضعه ښه شوی خو په یو کال کې د تشدد ۱۶۰ پېښې بیا هم کمې نه دي.

"په قبایلو کې حالات د پښتونخوا د نورو ضلعو په څېر نه دي. یوه وجه یې دا ده چې هلته پولیس او نور اصلاحاتي عمل سم نه دی عملي شوی او خلک هم له نوي نظام سره نااشنا دي."

قبایلي ضلعې د ۲۰۱۸م په مې کې په خېبر پښتونخوا ګډې شوي دي. حکومت وایي، قبایلو ته یې عدالتي او پولیس نظام غځولی او هلته د نورو اصلاحاتو عملي کولو هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG