د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د کورونا وایرس واکسین جوړولو لپاره له ماډرنا شرکت سره تړون وکړ


 د ماډرنا درمل جوړولو شرکت
د ماډرنا درمل جوړولو شرکت

امریکا د کورونا وایرس د ازمېیښتي واکسین د ۱۰۰ میلیونه ډوزونو د تولید لپاره د ماډرنا درمل جوړولو له شرکت سره د یو نیم میلیارد ډالرو په تړون موافقه کړې ده.

یو ډوز په طب کې یو خوراک ته ویل کېږي او که درملن د ستنې (پیچکارۍ) له لارې ورکول کېږي نو یو انجکشن یا پيچکاري یو ډوز بلل کېږي.

دا تړون د اګست پر ۱۱مه په سپینه ماڼۍ کې شوی دی.

تېره اوونۍ هم له ځینو نورو شرکتونو سره ورته تړونونه شوي ول.

د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ اداره په هڅه کې ده چې د ۲۰۲۰ز کال تر پایه د کورونا وایرس واکسین کارول پیل کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان له اعلان سره سم تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې د کورونا وایرس یا کوویډ-۱۹ وبا د ختمولو لپاره ۱۵۰ واکسینونه جوړ او ازمویل شوي دي.

امریکا داسې وخت د کال تر پایه د واکسین د جوړولو خبره کړې چې د اګست پر ۱۱مه، روسیې اعلان وکړ چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ واکسین یې جوړ او ثبت کړی دی.

XS
SM
MD
LG