د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ د بین الافغاني خبرو د ژر پیل هیله ښوولې


د پوځ مشر د افغانستان سولې په بهیر کې د پرمختګ ستاینه کړې - د ارشیف انځور
د پوځ مشر د افغانستان سولې په بهیر کې د پرمختګ ستاینه کړې - د ارشیف انځور

د پاکستان پوځ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو ژر پیلېدو هیله څرګنده کړې.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۱مه ویلي چې په راولپېنډۍ کې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد په مشرۍ د لوړپوړو چارواکو غونډه وشوه.

بیان وايي، پوځي مشرانو د افغانستان د سولې په عمل کې د پرمختګ ستاینه او هرکلی وکړ.

د سولي په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وایي، بین الافغاني خبرې ښايي د اګست له ۱۸مې تر ۲۰مې نیټې پورې په قطر کې پیل شي.

په دوحې کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین هم ويلي چې که ټول بندیان یې خوشې شي نو په یوه اوونۍ کې له افغان حکومت سره خبرې پيلوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اګست پر ۱۰مه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د يو شمېر لوړپوړو افغان چارواکو په حضور کې د طالبانو لخوا د ورکړل شوي ۵،۰۰۰ کسيز نوملړ کې د شاملو بندیانو د بښنې فرمان لاسلیک کړ.

افغان حکومت د طالبانو ۴،۶۰۰ بنديان وار له مخه خوشې کړي ول خو پاتې ۴۰۰ يې د سولې مشورتي لويې جرګې تاييد ته ايسار کړي ول.

په کابل کې د اګست له شپږمې تر نهمې نېټې تر سره شوې دغې درې ورځنۍ جرګې د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشې کولو پرېکړه تاييد کړه.

په جرګه کې د افغانستان له بېلا بېلو سيمو ۳،۴۰۰ کسانو ګډون کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG