د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۵۳۹ نوې پېښې ثبت شوي


په اسلام اباد کې یو روغتیاپال د وایرس لپاره د یوه کس معاینه کوي
په اسلام اباد کې یو روغتیاپال د وایرس لپاره د یوه کس معاینه کوي

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ د کورونا وایرس د ۵۳۹ نویو پېښو له ثبتېدو سره د رسمي پېښو شمېر ۲۸۴،۶۶۰ ته رسېدلی دی.

د کووېډ-۱۹ په اړه حکومتي ووبپاڼې د اګست پر ۱۰مه ویلي چې په هغه هېواد کې ۶،۰۹۷ کسان ناروغۍ وژلي خو ۲۶۰،۷۶۴ ورڅخه رغېدلي دي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په سیند او بیا په پنجاب کې ثبت شوې دي.

په خیبر پښتونخوا کې د کورونا وایرس د رسمي مثبتو ېښو شمېر ۳۴،۶۹۲ ته رسېدلی چې پکې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۱،۲۳۱ کسان مړه کړي خو ۳۱،۶۱۲ ورڅخه رغېدلي دي.

د پاکستان حکومت د پېښو کمېدو ته په کتو په هېواد کې د وایرس خپرېدو مخنیوي په موخه محدودیتونه ختم کړي دي خو ټولو کاروباریانو ته یې د احتیاطي لارښوونو د عملي کولو امر کړی.

XS
SM
MD
LG