د لاسرسي ځای

تازه خبر

شيرپاو وايي حکومت ناکامه دی، نوې ټاکنې دې وشي


افتاب شیرپاو
افتاب شیرپاو

د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو غوښتنه کړې چې د تحريک انصاف حکومت دې ختم او ټاکنې دې وشي. نوموړي د اګست په اتمه په پېښور کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د وزیراعم عمران خان حکومت ناسمو اقتصادي، داخلي او بهرنيوو ناکامو پالیسیو ته په کتو سره دې اپوزیشن ګوندونه د تازه ټاکنو لپاره خپلې هلې ځلې زیاتې کړي.

نوموړي تر خبري غونډې وروسته مشال راډيو ته د اګست په اتمه وويل چې حکومت په بشپړ ډول ناکامه دی. تر اوسه د هغه په غبرګون کې د تحريک انصاف کومي غړي څه نه دې ويلي خو د حکومتف وفاقي وزیرانو په بيا بيا د اپوزیشن نيوکې رد کړي او د حکومت چپه کېدل یې د دوی يو نه پوره کېدونکی خوب بللی دی.

تر افتاب شيرپاو مخکې مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټي هم د تحريک انصاف حکومت د ختمولو لپاره د اپوزیشن سياستوالو ترمنځ د هم اهنګۍ پيدا کولو لپاره د ګڼ ګوندیزې غونډې اعلان کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG