د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: کووېډ-۱۹ ناروغۍ په ۲۴ ساعتونو کې تر ۲،۰۰۰ زیات کسان وژلي


په امریکا کې په تېرو درو میاشتو کې د لومړي ځل لپاره پر یوه ورځ د کووېډ-۱۹ ناروغۍ څه باندې ۲،۰۰۰ کسان وژلي دي.

امریکا کې په وروستیو اوونیو کې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي.

د اګست پر شپږمه په هغه هېواد کې په ۲۴ ساعتونو کې د څه باندې ۵۸۰،۰۰ نویو پېښو او د ۲،۰۶۰ کسانو د مړینې شمېر ثبت شو.

په یوه شپه او ورځ کې د مړینې دا شمېر په تېرو درو میاشتو کې دومره نه وو ختلی، وروستی ځل د مې پر اوومه نېټه په ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۲،۰۰۰ امریکایان کووېډـ۱۹ مړه کړي ول.

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړو شمېر ۷۱۵،۱۶۳ ته رسېدلی دی.

د کووېډ-۱۹ ارقامو په اړه د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د ځانګړې ووبپاڼې په وینا، د اګست تر اوومې په نړۍ کې د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۱۹.۱ میلیونه ته لوړ شوی دی خو تر ۱۱ میلیونه زیات کسان له ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

کورونا وایرس په نړۍ کې تر ټولو زیاته امریکا، ورپسې برازیل او بیا هند ځپلي دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوې چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG