د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون بیروت ته تللی


د فرانسې ولسمشر مکرون د پېښې ځای ته ولاړ
د فرانسې ولسمشر مکرون د پېښې ځای ته ولاړ

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د اګست پر شپږمه د لبنان پلازمېنې بېروت ته ورسېد.

نوموړي د اګست څلورمې د چاودنو ځپل شویو لبنانیانو ته په وینا کې وویل چې هېواد به ‌یې ورسره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، خو د هغه هېواد پر چارواکو یې ټینګار وکړ چې د اداري فساد (درغلۍ) مخه ونیسي او اصلاحاتو ته زمینه برابره کړي.

له نویو رپورټونو سره سم، د بېروت بندر په یوه ډیپو کې د کیمیاوي سرې امونییم نایټرېټ چاودېدو په پېښه کې د وژلیو شمېر ۱۳۷ ته رسېدلی او شاوخوا ۵،۰۰۰ پکې ژوبل دي.

چارواکي وايي، لسګونه کسان د ړنګو ودانیو لاندې شوي او لا یې هم د مړي، ژوندي پته نه لګي.

شاوخوا ۵،۰۰۰ کسان ټپیان دي او لسګونه کسان لا هم تري تم دي.

د لبنان حکومت وایي په پېښه کې ۳۰۰،۰۰۰ کسان بېکوره شوي او د زیان کچه ‌یې شاوخوا درې اربه امریکايي ډالرو ته رسېږي.

چارواکي وايي، د چاودنو پلټنې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG