د لاسرسي ځای

تازه خبر

راپورونه: ایران د کورونا وایرس اړوند پېښو او مړینو معلومات پټ کړي


په ایران کې د کورونا وایرس له کبله نېږدې ۴۲ زره کسان مړه شوي
په ایران کې د کورونا وایرس له کبله نېږدې ۴۲ زره کسان مړه شوي

تازه راپورونه ښیي چې د ایران حکومت د کورونا وایرس اړوند پېښو او مړینو په اړه معلومات پټ کړي دي.

بي بي سي ته په دې وروستیو کې په دې اړه د یوې بې ‌نومه سرچینې له ‌خوا د ایران د حکومت شمېرې لېږل شوي دي.

دا نوې شمېرې ښیي چې د جولای تر ۲۰مې په ایران کې د کورونا وایرس له کبله نېږدې ۴۲ زره کسان مړه شوي دي.

د ایران روغتیا وزارت دا شمېرې ۱۴،۴۰۵ ښودلې وې.

ایران یو له هغو هېوادونو دی چې د کورونا وبا د خپرېدو په لومړیو میاشتو کې یادې ناروغۍ ډېر ځپلی دی.

له وړاندې هم د ایران پر حکومت نيوکې کېدلې چې رښتونې شمېرې پټوي.

په نړۍ کې د کووېد-۱۹ تازه شمېرې

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې څرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

د امريکا د جانز هاپکېنز پوهنتون له خپرو شويو معلوماتو سره سم د اګست تر څلورمې په نړۍ کې تر يو کروړ ۸۳ لکه زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر شپږ لکه ۹۴ زره زيات کسان ورڅخه مړه شوي او څه باندې يو کروړ ۱۵ لکه بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG