د اورکزیو د څپرمېشتي سیمې خلکو د بجلۍ لوډشېډېنګ (برېښنايي پارچاو) ضد مظاهره کړې.
د سیمې لسګونه اوسېدونکي د اګست پر درېیمه هنګو ته ورغلي ول او هلته یې د اورکزیو انتظامي دفتر مخې ته نعرې وهلې او تر څه وخت پورې یې د ټل او کواټ ترمنځ لاره هم تړلې وه.
په احتجاج کې شامل یوه سیمه ییز مشر ملک حاجي امیر باچا مشال راډيو ته وویل، بجلي یې د اختر له ورځې قطع ده.
د ده په وینا، په سیمه کې یې ګرمي ده، اوبه نه لري او د قربانۍ غوښې ورڅخه خرابېږي.
په صوبايي اسمبلۍ کې د سیمې استازي سید غازي غزن جمال د اورکزیو له انتظامي مشرانو او د اوبو او برېښنا ادارې (واپډا) له چارواکو سره ولیدل او بیا یې د څپرمېشتو اوسېدونکو سره خبرې وکړې.
جمال مظاهره کوونکو ته د برېښنا بحالۍ ډاډ ورکړ چې تر هغې وروسته د اورکزیو اوسېدونکو احتجاج ختم کړ.
پاکستان له څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې د برېښنا له کمښت سره مخامخ دی او په اوړي کې په زیاتره لویو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د بجلۍ لوډشېډېنګ کېږي.