امریکایي ستورمزلي ډګ هرلي او باب بېنکېن د اګست پر دویمه له نړیوال خلايي مرکزه د میکسیکو په خلیج کې کوز شول.
امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر ټوېټر ولیکل، دا په ۴۵ کلونو کې لومړی ځل وو چې ستورمزلو په اوبو کې په بریالي توګه د پیراشوټ له لارې ناسته وکړه.
د امریکا د خلايي څېړنو ادارې (ناسا) د مې پر ۳۱مه د اېلن مسک د شخصي کمپنۍ (سپېس اېکس) د پروژې په همکارۍ دوه ستورمزلي نړیوال خلايي مرکز ته ولېږدول.
دا هم لومړی ځل وو چې ناسا د یوې شخصي کمپنۍ راکټ وکاراوه.
ناسا وايي، تر دې وروسته د خلايي سفرونو لپاره د سپېس اېکس په څېر د شخصي کمپنیو مرسته اخلي.