اروپايي ټولنې په لومړی ځل پر مشکوکه انټرنېټي بریدګرو بنديزونه لګولي دي.
ټولنې په بندیزونو کې څلور روسي وګړې او په مسکو کې د پوځې استخباراتي ادارې (جي ار یو) یو څانګه په نښه کړې.
د اروپايي ټولنې بنديزونو په فهرست کې په چين او شمالي کوریا کې مېشت دوه نورې ډلې او دوه چینايي وګړې هم شامل شوي دي.
د جولای پر ۳۰مه د اروپايي شورا په بیان کې ويل شوي چې د بندیزونو اقدام د هغو درو ډلو او شپږو کسانو ضد اخلي کېږي چې په یو شمېر انټرنېټي بریدونو کې ککړ دي.
د بیان له مخه په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې په ۲۰۱۸ز کال کې يې د کیمياوي وسلو مخنیوي پر سازمان انټرنېټي برید کړی وو.
له بیان سره سم، پر کسانو سفري بندیزونه لګي، د دوی او د ډلو شتمنۍ کنګلېږي او د اروپايي ټولنې وګړي او ادارې ورسره کاروباري اړیکي نشي ساتلای.