د لاسرسي ځای

تازه خبر

"درې روسۍ ووبپاڼې" د کورونا وبا په اړه "ناسم معلومات" خپروي


په مسکو کې د ریسټورنټ يوې کارکوونې ماسک اغوستی
په مسکو کې د ریسټورنټ يوې کارکوونې ماسک اغوستی

امریکايي چارواکو د انګرېزي ژبې درې داسې ووبپاڼې موندلې چې په وېنا یې د کورونا وایرس په اړه د ناسمو معلوماتو خپراوي لپاره کاروي.

اسوشیېټيډ پريس اژانس د جولای په ۲۸مه د امریکايي چارواکو له خولې وویل چې روس دا کار د کورونا وایرس وبا مخنیوي په موخه د امریکا له هڅو د ناوړه ګټې اخیستو لپاره کوي.

دې چارواکو ویلي دي چې د ووبپاڼو فعالیت له روسي استخباراتو سره تړلی دی.

دوی د نوم نه ښودو په شرط اژانس ته ویلي چې د دوو روسانو پېژندګلوي یې کړې چې د هغه هېواد د پوځي استخباراتو په هغه څانګه کې یې پر لوړو څوکیو کار کړی چې د امریکا او غرب اوسېدونکو ته د ناسمو معلوماتو رسولو دنده پرمخ وړي.

امریکايي چارواکو ته وار له مخه، د جهاني وبا په تړاو د ناسمو او ناکره معلوماتو د خپراوي خبرداری ورکړل شوی وو.

دې چارواکو په روسیه کې د ثبت معلوماتي اژانس انفو روس نوم اخیستی او وايي، دا اژانس انفو روس ټکی رو، انفوبرېکس ټکی اورګ او "ون ورلډ ټکی پريس" په نوم ووبپاڼې چلوي.

یو چارواکی وايي دې ووبپاڼو داسې لیکنې خپرې کړې دي چې د کورونا وایرس په اړه د روس غبرګون مثبت ښيي او یاپر امریکا انتقادونه کوي.

دې چارواکو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په نومبر کې په امریکا کې د ولسمشرۍ انتخابات کېدونکي دي او د ناسمو معلوماتو خپراوي ته د یوې سملاسي اندېښنې په سترګه لیدل کېږي.

روس تر اوسه د امریکايي چارواکو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG