د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزیو کې د کمر نړېدو په پېښه کې درې ماشومانې وژل شوي


د خیبر پښتونخوا په اورکزیو کې د کمر نړېدو په پېښه کې درې ماشومانې وژل شوي او بله ژوبله ده.

د سیمې یوه ځايي مشر ملک یاسین مشال راډيو ته وویل، دا پېښه د جولای پر ۲۷مه په فېروزخېلو کې هغه مهال شوې چې ماشومانو د کور بیاودانۍ لپاره له هغه ځایه خاوره وړله.

د اورکزیو پولیس وايي، د ماشومانو عمرونه له اتو کلونو څخه تر ۱۶ کلونو پورې دي.

د خیبر پښتونخوا په کليوالو سیمو کې کله نا کله د کمرونو نړېدو پېښې کېږي.

په هغو سیمو کې زیاتره کورونه خام وي او مالکان یې وخت په وخت مرمتوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG