د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نوښار په ازاخېلو کې پر نهه کلن ماشوم جنسي تېری شوی


پر ماشومانو د جنسي تېریو زیاتېدو اندېښنې راپارولې دي.
پر ماشومانو د جنسي تېریو زیاتېدو اندېښنې راپارولې دي.

د نوښار پولیس وايي، په ازاخېلو کې یو کس پر ماشوم جنسي تېری کړی.

د تاڼې مشر مختیار خان د فبرورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل، ماشوم شاوخوا نهه کلن دی چې د خالي پر ورځ د پېښې ښکار شوی.

هغه وايي، مشکوک کس یې نیولی او د ډي اېن اې د ټېسټ نتیجې په انتظار دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي، پر ماشومانو د تېري پېښو اندېښمن کړي دي. د سیمې یوه اوسېدونکي مشال راډیو ته وویل، د خالي پر ورځ د هغه پر زوی هم د تېري هڅه شوې.

د پاکستان قامي اسمبلۍ د فبرورۍ پر اوومه پر ماشومانو د تېري مجرمانو ته په ډاګه د پانسۍ سزا ورکولو قرارداد منظور کړ چې د حقونو مخالفانو ورباندې انتقاد کړی.

د روان کال د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه د نوښار په زیارت کاکا صیب سیمه کې د حزنور په نوم پر یوې ماشومې جنسي تېری شوی وو او بیا وروسته هغه وژل شوي وه. پولیسو د پېښې په تړاو ځیني کسان نیولي هم دي.

د بشري حقونو ادارې وايي، په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېریو او له تېري وروسته د هغوی د وژلو پېښې زیاتې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG