د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلو له زده کوونکو سره د "اسانتیاوو ژمنې نه پوره کېږي"


په پارلېمان کې د قبایلو یوه استازي پر حکومت انتقاد وکړ
په پارلېمان کې د قبایلو یوه استازي پر حکومت انتقاد وکړ

د پاکستان ‌په پارلېمان کې د قبايلي ضلعو د تعليم حالت په اړه د بحث پر مهال د دې سيمو استازو پر حکومت تنقید وکړ چې قبايلو ته یې د زده کړو اسانتياوو برابرولو ژمنې نه دې پوره کړې.

د جولای پر ۲۳مه شویو د پوښتنو او ځوابونو په وخت کې د جنوبي وزیرستان استازي مولانا جمال الدين وويل چې دوه کاله مخکې چې قبايلي سيمې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې نو حکومت ژمنه وکړه چې زده کوونکو ته ورکول کېدونکي مراعات به د ۱۰ کالو لپاره دوام پېدا کړي خو داسې نه دې شوي.

په پارلېمان کې د متحده مجلس عمل دې غړي تر دغو خبرو وروسته د جولای پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت د قبايلي سيمو زده کوونکو لپاره بېله کړې برخه او سکالرشپونه نه دي ورکړي.

"له موږ سره د قبايلو زده کوونکو شکايتونه جمع کړي دي.‌ د فیصل اباد او ځينو نورو سيمو. دوی ته هغه سکالرشپ نه ورکول کېږي چې حکومت يې وعده کړې وه. په دې اړه د حکومت طریقه کار هم واضحه نه دی. موږ ترې نه یوازې وضاحت وغوښت بلکې د قبايلي سيمو د زده کوونکو حقونه ترې غواړو. حکومت خبرې ډېرې کوي‌ او کار نه شته. دوی قبايلي سيمې تباه کړي."

قبايلي سيمې په ۲۰۱۸ز کال کې د مسلم لېګ (ن) په حکومت کې د خیبر پښتونخوا برخه شوې.

بيا وروسته د هم هغه کال په جولای کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند په انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ وګټلې او وفاقي اېتلافي حکومت یې جوړ کړ.

د قبايلي سيمو د زده کوونکو حقونه ترې غواړو. حکومت خبرې ډېرې کوي‌ او کار نه شته.
مولانا جمال الدین

هغه مهال حکومت اعلان وکړ چې د قبايلو زده کوونکو لپاره ۱۰ زره سکالرشپونه ورکوي.

د حکومت په وینا، له دې لارې له زده کوونکو د پوهنتونونو او کالجونو فیسونه نه اخېستل کېږي او د استوګنې ځای لګښت هم حکومت ورکوي.

په قامي اسمبلۍ کې د جولای پر ۲۳مې د شوي بحث‌ پر مهال د تعليم لپاره د حکومت پارلېماني سېکرټر وجيه اکرم وويل چې د سکالرشپونو ورکړه نه ده درېدلې.

د ده په وینا، "دا د کابینې پرېکړه وه چې کوم مراعات پخوانيوو قبايلي سيمو ته ورکول کېږي، هغه به تر ۱۰ کلونو پورې دوام لري. له دې سره به د قبايلي سيمو زده کوونکو ته د پاکستان د نورو برخو په شان سهولتونه ورکړل شي. موږ اوس هم سکالرشپونه ورکوو. ټول ۲،۵۰۰ سکالرشپونه ورکړل شوي دي."

د پاکستان لوړو زده کړو له قانون سره سم، په قبايلي سيمو کې د تعليم خراب حالت او ډېرو تعليمي ‌ادارو د نشتون له وجې یې زده کوونکي په کوټه سيسټم کې د ملک د نورو برخو په پوهنتونونو او کالجونو کې داخلېږي.

موږ اوس هم سکالرشپونه ورکوو. ټول ۲،۵۰۰ سکالرشپونه ورکړل شوي دي.
وجیه اکرم

د قبايلو ځوانانو لپاره کارکوونکې - ټرايبل يوت جرګې - يو مشر غړی، عنایت سالارزی وايي، په کاغذونو کې لا هم سکالرشپونه شته دی خو په عملي ډول په ځينو صوبو کې دا حق نه ورکول کېږي.

هغه د جولای پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل، "سکالرشپونه په نيم پاکستان کې ورکول کېږ‌ي او په نيم پاکستان کې نه. په پنجاب او بلوچستان صوبو کې زموږ زده کوونکي ستونزې لري. دوی ته په پوهنتونو کې ويل کېږي چې تاسو اوس د خیبر پښتونخوا برخه یاست نو ځکه بايد ځانګړی حیثیت و نه لرئ. خو حقیقت دا دی چې له موږ سره وعده شوې وه چې تاسي کله د خیبر پښتوخوا برخه شئ نو بيا به هم ۱۰ کاله تاسو د ځانګړې مراعاتو د لاندې سيټونه درکول کېږي خو حکومت داسې نه کوي."

د قبايلي ضلعو د زده کوونکو د تعليم په اړه په پارلېمان کې بحث په داسې مهال کېږي چې لا هم د دې اووه ضلعو لپاره يو پوهنتون موجود دی چې په ځينو ځايونو کې یې کيمپسونه جوړ شوي ‌دي.

د اطلاعاتو وفاقي وزیر شبلي فراز تېره هفته په يوه خبري غونډه کې ويلي ‌ول چې د تعليم د ودې ترڅنګ یې د قبايلي سيمو پرمخنګ لپاره نور ډېر کارونه پام کې نيولي ‌چې ځيني یې عملي ‌شوي‌ خو د ټولو پوره کېدل به وخت واخلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG