د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پوهنتونو کې د قبایلي ضلعو زده کوونکي زیاتوو: سرکار


عبدالولي خان پوهنتون
عبدالولي خان پوهنتون

د پاکستان تحريک انصاف حکومت وايي د قبايلي ضلعو زده کوونکو لپاره د ځانګړې برخې دوه چنده کولو لپاره يې کار پېل کړی دی.

چارواکو د سېنېټ يوې کمېټې ته په دې اړه معلومات ورکړي او ويلي يې دي چې د پاکستان په ډېرو پوهنتونو کې به د قبايلي زده کوونکو شمېر زياتېږي.

د جنورۍ پر ۱۳مه د پاکستان په سېنټ کې د سرحدونو چارو کمېټۍ ته د رياسيت او سرحدونو چارو سيکرېټري اسلم کامبوه او لوړو زده کړو کمېشن چارواکو ويلي چې دا مهال په ټول پاکستان کې د قبايلو زده کوونکو لپاره ۴۰۴۸ ځانګړي سيټونه ورکړل شوي.

د سېنېټ لخوا د خپرو شوو معلوماتو ترمخه، دوی دا معلومات د قبايلو زده کوونکو لپاره په پوهنتونونو او کالجونو کې د کوټه سیسټم يا ځانګړې برخې په اړه د راپور ورکولو پر مهال ورکړي دي.

دې کمېټې په دوشنبه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دلوړو زده کړو پر کمېشن یې زور راوړی چې دا شمېر دوه چنده کړي.

په دې کمېټه کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند غړي، عطاالرحمن مشال راډيو ته وويل تر څو چې حکومت دغه کار نه وي کړی، تر هغو به يې د جواب ورکولو لپاره کمېټۍ ته ورغواړي: ((پر دې مسله موږ بېخي ډېرې خبرې کړې دي. څو څو ځل اجلاسونه وشول. حکومت راسره وعده کړې چې دا سيټونه به دوه چنده کوي. انشاءالله همداسې به کېږي. زموږ کمېټي يې دا وار نه پرېږدي.))

د سېنېټ پر پاڼه د خپرو شوو معلوماتو تر مخه په ۴۰۴۸ ځانګړو سيټونو کې تر دوو زرو پورې زده کوونکي یې دا مهال درسونه وايي او پر دا نورو د درخواستونو اخېستل پیل شوي دي.

خو د قبايلو ځوانانو تحريک وايي تر دې مخکې هم داسې اعلانونه شوي خو عمل پرې نه دی شوی. دې تحريک مرستيال مشر، ادريس خان د جنورۍ په ۱۳مه مشال راډيو ته د مثال په ډول وويل چې په ۲۰۱۷ کال کې وفاقي کابينې منظوري ورکړې وه چې د طب او انجنيرۍ زده کړو په برخه کې به د قبايلي سيمو زده کوونکو لپاره ځانګړي سيټونه له ۱۶۷ څخه ۳۳۴ ته لوړوي خو تر اوسه داسې نه دې شوي.

هغه زياته کړه: ((په دې اړه څو څو ځل اعلانونه وشول خو عملي څه نه دې شوي. حکومت بايد تعليمي ادارو ته حکم ولېږي. تېر کال هم زموږ د زده کوونکو کال ضايع شوی دی.))

قبايلي سيمې په ۲۰۱۸ کال کې د خېبر پښتونخوا برخه شوې. حکومت ويلي چې اوس به دا سيمې د صوبې د يوې برخې په شان مراعات اخلي خو د سېنټ د سرحدي چارو په کمېټه کې شامل، سينيټر حاجي مومن خان افريدي مشال راډيو ته وويل دوی پر حکومت ټينګار کړی چې د قبايليو لپاره دې دا ځانګړې برخه ځکه نه ختموي چې قبايلي ضلعې لا هم د کلونو کلونو له جنګه نه دې راوتلي.

تېر کال ځينو دولتي پوهنتونونو پر ځانګړو سيټونو د قبايلو زده کوونکو له منلو انکار کړی وو. دوی د دې لپاره دليل راوړی وو چې مالي حالت یې دومره ښه نه دی چې دې زده کوونکو ته په کمو فیسونو زده کړې برابرې کړي. د لوړو زده کړو کمېشن د سېنټ سرحدي چارو کمېټې ته ويلي چې د دې پوهنتونو سره په مذاکراتو بوخت دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG