د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه د روسیې پر پوځي استخباراتو او چینايي کمپنیو بندیزونه لګوي


سرچینې وايي ټولنه پر ځینو کسانو هم سفري بندیزونه لګوي
سرچینې وايي ټولنه پر ځینو کسانو هم سفري بندیزونه لګوي

د اروپايي ټولنې سفیرانو پرېکړه کړې چې د روسیې پوځي استخباراتو څانګې (جي ار یو) په ګډون پر چینايي او شمالي کوریايي کمپنیو د درو جلا انټرنېټي بریدونو پر سر بندیزونه لګوي.

ځینو باخبره سرچینو د مشال راډيو خبرونو مرکزي څانګې ته د جولای پر ۲۲مه وویل چې سفیرانو پرېکړه کړې چې د جي ار یو په ګډون د چین تیانجین های تای ساینس اېنډ ټینکالوژي ډېوېلپمنټ کمپنۍ او د شمالي کوریا د شوسن ایکسپو شتمنۍ کنګل کړي.

له پرېکړې سره سم په اروپايي ټولنه کې د دوی ممکنه موجود پیسې هم کنګلېږي.

د دې ترڅنګ د چین او روسیې پر شپږو کسانو باندې به د ویزې بندیزونه هم لګول کېږي چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي.

داسې باور کېږي چې دا کسان په وروستیو کلونو کې د درو انټرنېټي بریدونو ترشا لاس لري.

دا بندیزونه به په رسمي ډول د جولای تر پایه عملي شي چې د اروپايي ټولنې له خوا د دې ډول لومړي بندیزونه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG