طالبانو د بین الافغاني خبرو لپاره په خپله مذاکراتي ډله کې څلور نور غړي شامل کړي دي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر چارواکیو د جولای پر ۱۸مه مشال راډیو ته ویلي چې د مذاکراتي ډلې په نویو غړیو کې شیخ عبدالحکیم، مولوي عبدالقدیر، ملا شیرین او نور محمد ثاقب شامل دي.
د مذاکراتي ډلې ټول ۲۰ غړي دي.
که څه هم طالبان او افغان حکومت لا د بندیانو خوشې کیدو په اړه له یو بل سره اختلاف لري، بیا هم ملګرو ملتونو هیله څرګنده کړې چې بین الافغاني خبرې به روانه میاشت پیل شي.
دا خبره هم د یادونې وړ ده چې طالبانو د مې په میاشت کې د طالبانو رهبر ملا محمد عمر زوی ملا محمد یعقوب د ډلې پوځي څانګې مشر ټاکلی وو.
د طالبانو سرچینې وايي چې د دوی مشر ملا هیبت الله اخونزاده له خوا د اوسنیو بدلونونو تر شا د پوځي او سیاسي څانګو پیاوړي کول دي.