سعودي عرب د جولای پر ۱۸مه د نړۍ۲۰ ځواکمنو هیوادونو د ډلې خزانې وزیرانو او بانکونو د مشرانو یوه غونډه راغوښتې ده.
د سعودي عرب اقتصاد کورونا وبا ځپلې دی او حکومت غواړي چې د دې بحثونو له لارې اقتصادي پرمختیا ته لاره هواره کړي.
دا خبرې به د انټرنېټ له لارې کېږي.
په ریاض کې د جي۲۰ هیوادونو د ډلې استازو ویلي دي، په دې غونډه کې به د نړیوال اقتصاد د بحالولو په موضوع خبرې کېږي او د اجتماعي اقدام لپاره به د همکارۍ لارې چارې ولټول شي.
د سعودي عرب د خزانې وزیر او د مرکزي بانک مشر به د دې بحثونو مشري کوي.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د نړیوال مالیاتي بانک چارواکیو د کورونا له کبله په پرمخ تلونکو هیوادونو کې د قرضو بحران خبرداری ورکړی دی.