د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران پارلېمان یو غړی له کورونا وایرسه مړ شو


عیسا جعفري
عیسا جعفري

د ایران سرکاري رسنيوو ترمخه د ایران پارليمان یو غړی د کورونا وایرس له کبله مړ شوی دی.

۵۹ کلن عیسا جعفري د ایراني پارلېمان درېم غړی دی چې د فرورۍ میاشتې راهیسې په دغه هېواد کې د کورونا وایرس له وجې مړ شوی دی. د نیم سرکاري اېجنسۍ اېسنا ترمخه د هغه مرګ تصدیق د جولای پر ۱۳ مه وشو.

تر دې وړاندې له تهرانه فاطمه رهبر او شمالي صوبې ګیلانه محمد علي رمیزاني د پارلېمان هغه غړي ول چې د کورونا له کبله مړه شوي دي.

د تېر اپرېل په میاشت کې د ایراني پارلېمان سپیکر علي لارېجاني هم پر کورونا وایرس اخته شوی وو. د جولای پر ۱۳مه د ایران صحت وزارت ویلي په دغه هېواد کې د کورونا وایرس ۲۵۹،۶۵۲ کېسونه رپوټ شوي دي او ۱۳،۰۳۲ کسان ترې مړه شوي دي.

ایران د نړۍ یو په هغو هېوادونو کې دی چې د کورونا وایرس له وجې زیات ځپل شوی دی.

داسې اندېښنې هم شته چې په دغه هېواد کې به د کورونا وایرس کره شمېرې لا زیاتې وي.

XS
SM
MD
LG