د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي، ۱۷ افغان سرتېري یې خوشي کړي دي


طالبان وایي، د جولای پر ۱۱مه په غور کې له خپل زندانه یې ۱۷ افغان سرتېري خوشې کړي. (ارشیف)
طالبان وایي، د جولای پر ۱۱مه په غور کې له خپل زندانه یې ۱۷ افغان سرتېري خوشې کړي. (ارشیف)

طالبان وایي، د جولای پر ۱۱مه یې د افغانستان په غور ولایت کې له خپل زندانه ۱۷ پولیس او پوځیان خوشي کړل.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، دغو کسانو ته یې د سفر لګښت ورکړی او خپلو کورنیو ته لېږل شوي دي.

شاهین مشال راډیو ته وویل، دوی تراوسه د افغان حکومت ۷۶۹ زندانیان خوشې کړي دي، خو افغان چارواکي بیا دا شمېر نه مني او وایي، د طالبانو له خوا څه باندې ۵۰۰ زندانیان ازاد شوي دي.

افغان حکومت هم له خپله اړخه د طالبانو څه باندې ۴۰۰۰ زندانیان پریښي، خو دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو شاوخوا ۵۰۰ زندانیان چې حق العبدي قضیې لري ممکن خوشې نه شي.

حکومتي سرچینو مشال راډیو ته وویل، له طالبانو یې غوښتي چې د دغو کسانو پر ځای به یې نور زندانیان خوشې کړي او طالبانو دا لېست هم ور سپارلی، خو سهیل شاهین وایي، دوی کوم نوی لېست حکومت ته نه دی ورکړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG