د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار اجمل وزير له دندې ګوښه کړل شو


اجمل وزير
اجمل وزير

د اطلاعاتو او عامه اړیکو لپاره د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير سلاکار اجمل وزير له دندې لرې کړل شوی دی.

د خيبر پښتونخوا د چيف سکټري له دفتره د جولايي پر ۱۱مه، اعلامیه کې ويل شوي چې اجمل وزير د اعلا وزير د اطلاعاتو سلا کار له دندې نه په سمدستي توګه لېري کړل شوی. خو په هغه نوټيفکشن کې د اجمل وزير لېرې کولو وجوهات نه دي ښودل شوي.

په اعلامیه کې راغلي چې د خیبر پښتونخوا د بلدیاتو، انتخاباتو او کلیوال پرمختګ سلاکار کامران بنګش ته د اطلاعاتو د سلار اضافي دنده سپارل شوې ده.

له دې وروسته نن د حکومت په یوه بله اعلامیه کې ویل شوي چې د یو اډیو برسېره کېدو پس اجمل وزیر له دندې لېرې کړل شوی په کومه کې چې پر وزیر تور پورې شوی چې له چا کمېشن یا رشوت غواړي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمود خان د اډیو د پلټنې امر کړی.

اجمل وزیر د روان کال په مارچ میاشت کې د اعلی وزیر د اطلاعاتو سلاکار ټاکل شوی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG