د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د یو ځايي مشر په ګډون څلور کسان وژل شوي


په جنوبي وزیرستان کې د ناپیژندل شویو وسله والو په برید کې د یو قبایلي مشر په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

دا پېښه په واڼه بیرمل سیمه کې د جولای پر درېیمه سهار رامنځ ته شوې ده.

د واڼه تاڼې یو چارواکي اصغر وزیر له پېښې وروسته مشال راډیو ته ویلي چې قبایلي مشر سرمست خان له خپلو ملګرو سره په ګاډي کې روان و چې وسله والو ورباندې ډزې وکړې.

په برید کې یو ځايي وګړی ټپي شوی هم دی.

تر اوسه چا د دې برید ذمه واري نه ده منلې.

په جنوبي وزیرستان کې د سیاسي ګوندونو د اتحادیې مشرانو پېښه غندلې ده او له حکومته يې د امنیت پرځای کولو غوښتنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG