هلمند ولایت کې پر یوه بازار د هاوان برید کې شااوخوا ۲۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د هلمند ولایت د والي یوه ویاند د دوشنبې ورځې پېښه تاییدوي او وايي چې په دغې حمله کې ماشومان هم وژل شوي دي.
د والي ویاند د دغې حملې مسؤلیت په وسلهوالو طالبانو واچوه، خو طالبان د هاوان دغه حمله د دولت کار بولي.
په هلمند کې د ملي اردو يوې سرچينې چې د نوم نهښودلو په شرط يې له ازادي راډيو سره خبرې کولې، وويل په دې پېښه کې ۱۰ ړلسي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.