د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس: ډبليو اېچ او په اروپا کې د زښته ډېرو پېښو خطر ښودلی


په اروپايي هېوادونو کې د کورونا وايرس د مثبتو کيسونو شمېر ۲.۶ ميليون ته رسېدلي (ارشیف)
په اروپايي هېوادونو کې د کورونا وايرس د مثبتو کيسونو شمېر ۲.۶ ميليون ته رسېدلي (ارشیف)

روغتیا نړيواله اداره (ډبليو اېچ او) وايي، په اروپايي هېوادونو کې د کورونا وايرس مثبتو پېښو شمېر په زياتېدو دي او د دې وايرس بيا راپورته کېدو امکان لري.

د نړيوالې ادارې اروپايي څانګې مشر ډاکټر هانس هنري پي کلوګ، د جون پر ۲۵مه، ويلي دي چې د اروپا په ۱۱ هېوادونو کې د کورونا وايرس نوي کېسونه مخې ته راغلي دي او که چېرې په سيمه کې پر دې وايرس قابو و نه موندل شو نو د صحت په نظام به بوج نور هم زيات شي.

په اروپايي هېوادونو کې د کورونا وايرس د مثبتو کيسونو شمېر ۲.۶ ميليون ته رسېدلې او ۱،۹۵،۰۰۰ کسان یې وژلي دي.

روغتیا نړيوالې ادارې ترمخه د جون تر ۲۵مې پورې په ټوله نړۍ کې د کورونا وايرس وبا له وجې ۴،۸۵۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

د صحت نړيوالې ادارې اروپايي څانګه هر ورځ د کورونا وايرس نېزدې ۲۰،۰۰۰ نوي کيسونو او له ۷۰۰ زياتو کسانو د مړيني راپور ورکوي.

د ادارې مشر ډاکټر کلوګ وايي، د کورونا وايرس بيا راپورته کېدو خبرداري اوس حقيقت دي ځکه چې ګڼو اروپايي هېوادونو د کورونا وايرس مخنيوي په غرض لګول شوي محدويتونه نرم کړي دي.

ده وويل، په ۳۰ هېوادونو او سيمو کې په تېرو دوو اونيو کې د کورونا وايرس د مثبتو پېښو شمېر له نورو وختونو زيات دي.

د ده په خبره په ۱۱ اروپايي هېوادونو کې د وايرس انتقال په زياتېدو دي.

په دې کې ارمېنیا، سويډن، مالدوا، شمالي مقدونيا، ازربايجان، قازقستان، البانيا، بوسينا هرزېګوينا، کرغزستان، اوکراين او کوسوو شامل دي.

نوموړي دا هم وويل چې پولېنډ، جرمني، سپين او اسراييل په سمدستي توګه په تېرو دوو اونيو کې د کورونا وايرس د نويو کيسونو مخې ته له راتلو وروسته ګامونه پورته کړي.

ډاکټر کلوګ وويل چې په کومو ځايونو کې د کورونا وايرس زيات کيسونه راپور شي، نو په هغو ځايونو کې سمدستي توګه اقداماتو اوچتولو سره کېدای شي چې په وايرس تر څه حده قابو وموندل شي.

دوی وويل چې د اروپايي هېوادونو د صحت وزارتونو دا خبره راپور کړي چې خلکو د کورونا وايرس په اړه خپله رويه کې ډېر بدلون راوستي دي او د سماجي فاصلو ترڅنګ ماسک/مول یاتمبوزک ووهي.

د کورونا وايرس په اړه معلومات لرونکې د امريکا جونز هاپکېنز پوهنتون ترمخه د جون تر ۲۶مې پورې په ټوله نړۍ کې د کورونا وايرس مثبتو پېښو شمېر ۹،۶۱۲،۲۵۰ ته رسېدلي، ۴۸۹،۳۷۲ کسان مړه شوي او ۴،۸۳۹،۴۹۹ کسان ترې پاخه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG